مالیې وزارت: ۱۴۰۰ کال کې د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو معاشونه لوړیږي

آرشیف، په کابل کې یوه ښوونکې زده کوونکو ته د درس پر مهال

د افغانستان د ماليې وزارت د ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشونو د لوېدلو خبر ورکوي.

د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده د سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) په ورځ په خپل ټویټ کې لیکلي چې د کورنیو فني سلاکارانو تنخوا ګانې به وارزول شي.

د ښاغلي پاینده د لیکنې له مخې، په پام کېلري چې ددې کار د عملي کېدو لپاره د ولسمشر، د ده د مرستیالانو او د کابینې د غړیو په تنخواګانو کې کموالي راشي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه د مالیې وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي وايي، د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو د ډېرېدو لپاره د هر ډول اقدام هرکلی کوي.

د ولسې جرګې د مالې او بودجې کمېسیون غړی زلمي نوري وايي، ښه ده چې دغه کار عملي شي: "د ملي شورا او د مالي او بودجې د کمېسیون نظر هم همدا دی چې د رئیس 'اېن.ټي.اې' همدارنګه نورې لوړې تنخواګانې لکه د جمهور رئیس، د ده د مرستیالانو، د کابینې د غړیو، وکیلانو، وزیرانو او هرڅوک چې وي، باید تنخواګانې یې کمې او د ښوونکو، ملکي مامورینو امنیتي کار کوونکو تنخواګانې لوړې شي. موږ د دې پلویان یو، ښه خبره ده، موږ یې هرکلي کوو، خو چې عملي شي."

په دې اړه نور: مالیې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ ملي عوایدو ته جدي زیان اړوي

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي کمېسیون یو بل غړی عبدالظاهر سالنګي وايي، په هغه ناسته کې چې نن سې شنبه (د سلواغې ۲۸مه) دوی د مالیې وزارت له چارواکو سره درلوده د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دی وايي: "موږ د دوی له دې دې نیک ګامه ملاتړ کوو، خو موږ نن تر دوو بجو پورې د مالیې او بودجې په کمېسیون کې وو. له مالي معین او د بودجې له رئیس سره مو بحث درلود. موږ یوې مثبتې نتیجې ته ونه رسېدو او بحث پاتې شو سبا ته، که د مالیې د سرپرست وزیر ټوېټ یو فرصت برابر کړي، موږ ورنه ملاتړ کوو."

د ولسي جرګې غړي

لا تر اوسه د دې طرحې جزئیات نه دي څرګند چې ایا هغه اندازه پیسې د ولسمشر، د مرستیالانو یې، د کابینې د غړو او د دولت د فني سلاکارانو له معاشونو کمېږي د تيټ رتبه ماورینو د معاشونو د لوړولو لپاره کفایت کوي؟ د دې پوښتنې ځواب روښانه نه دی؟

د مالیې وزارت نوې طرحه د حکومت او ولسي جرګې تر منځ تر څو اوونیو جنجال وروسته اعلانېږي.

په دې اړه نور: د ۱۴۰۰کال د بودجې د ۳مې مسودې په اړه ولسي جرګه کې د وکیلانو ویشلي نظرونه

مخکې تردې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه دوه ځلي د ۱۹ مواردو له امله چې یو یې په کې د دولتي کار کوونکو د معاشونو د یو شان کولو موضوع وه رد کړې وه. د بودجې سند د درېیم ځل لپاره د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته ولېږل شو.

سره له دې چې درېیمه طرحه هم د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له انتقادونو سره مخ شوې، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه.