نيويارک ټايمز: طالبانو د ځينو ښارونو مرکزونو ته ځانونه نږدې کړي

د ترینکوټ ښار اړوندو کې د طالبانو انځور. ارشيف

  • نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې په درشل کې د طالبانو د فعالیتونو په چټکېدو یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې یوه وخت کې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره له افغانستانه د پاتې نورو امریکایي عسکرو د ایستلو یا نه ایستلو په پرېکړه بحثونه کوي طالبانو د ځينو ښارونو مرکزونو ته ځانونه نږدې کړي دي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې لومړی د افغانستان دوو شمالي ولایتونو کندز او بغلان ته اشاره کړې، چې طالبان په کې د ژمي د ساړه موسم سربېره په افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی او ان یې په ځینو سیمو کې د افغان پوځیانو پر ضد له ډرون کار اخیستی دی.

په لویو لارو د طالبانو د راوتلو او د مسافرو د تلاشۍ مسئله هم په دې مقاله کې یاده شوې ده.

د نیویارک ټایمز د دې مقالې یوه لویه برخه بیا د افغانستان په جنوب کې په کندهار متمرکزه ده.

په مقاله کې پنجوايي ولسوالي یاده شوې، چې ځینې سیمې یې د طالبانو لاس ته لوېدلي او سربېره په دې چې افغان حکومت یې د نیولو هڅې کړي خو لا هم د طالبانو له خوا کنټرولېږي.

په مقاله کې د پنجوايي د ولسوال حاجي محمد نور په حواله لیکل شوي، چې ونې کله شنې او ببرې شي وضعه خرابېږي.

دی د پسرلي د موسم یادونه کوي، چې په کې د طالبانو وسله وال په اسانۍ تګ راتګ کولای شي.

نیویارک ټایمز د امریکا د اوسنۍ ادارې هغه معضله هم یاده کړې، چې له افغانستانه وتل یا په کې پاتې کېدل دواړه ورته ستونزې جوړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي، که امریکا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال تړون عملي کوي او د مې تر لومړۍ له دې هېواده خپل ټول عسکر باسي طالبان به لا پسې مخته راشي او افغان حکومت به له جدي ننګونو سره مخ کړي.

که په دې هېواد کې پاتې کېږي هم د نیویارک ټایمز په لیکنه طالبان به د ۲۰۲۰ کال تړون بې اعتباره وګڼي او یو وار بیا به پر امریکايي ځواکونو خپل بریدونه پيل کړي.

افغان حکومت بیا له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عسکرو د ایستلو په باب دې د پوځیانو، سلاکارانو او فکري بنسټونو نظریات جدي په پام کې ونیسي.

د امریکا د کانګرس له خوا د کارپوهانو او پوځیانو یوې ټاکلې ډلې د فبرورۍ په ۳ د بایډن ادارې ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي.

  • ډېلې مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې لیکلي، د هرات د اسلام کلا د بندر اور له دریو ورځو ورسته دوشنبه مهار شو.

په مقاله کې راغلي، د دواړو هېوادونو افغانستان او ایران د اور وژونکو تر هڅو وروسته هغه لویه اورلګېدنه مهار شوه چې شنبه د تېلو د یوه ټانکر تر چاودنې وروسته رامنځته شوې وه.

په اسلام کلا بندر کې د تېلو او ګازو لسګونه ټانکرونه یو په بل پسې وچاودل او پراخه سیمه یې لمبو او دودونو ونیوله.

د ډېلې مېل له خوا په دې خپره شوې مقاله کې راغلي، د شنبې ورځې دې چاودنو او پراخې اورلګېدنې د هرات د برېښنا مزي زیانمن کړل او له امله یې دا ښار تورې تیاره ته کېناوه.

په دې سربېره د هرات د والي سید وحید قتالي خبرو ته اشاره شوې، چې اوس دوی د اوښتو زیانونو او مرګژوبلو په اړه د دقیقو معلوماتو په ټولولو بوخت دي.

لومړنۍ رسمي شمېرې ښيي، چې ۲۰ کسان ټپيان دي او له ډلې یې ځینې ایران ته انتقال شوي دي.

رویټرز اژانس بیا د ټپيانو شمېر شپېته تنه ښودلی.

د راپورونو په اساس د دې لويې اورلګېدنې او چاودنو چې علت یې لا نه دی معلوم هغو افغان سوداګرو ته تر پنځه سوه میلیونه ډالره تاوان رسولی چې د تېلو او ګازو ټانکرونه یې په اسلام کلا بندر کې ولاړ و.