ماليې وزارت: بودجه کې د ولسي جرګې ډېری غوښتنو ته پام شوی باید تصويب شي

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار

د افغانستان د ماليې وزارت وايي د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې يې د ولسي جرګې ډېری غوښتنو ته پام کړی او دغه جرګه بايد ژر تر ژره بودجه تصويب کړي.

دردې وزارت د چارواکو په خبره، د بودجې د نه‌تصويب يوه مهمه مسئله چې د دولتي مأمورينو او ښوونکو د معاشونو د لوړوالي خبره وه، د هغې لپاره ۱,۷ ميليارده افغانۍ په احتياطي کوډ کې ايښودل شوې دي.

خو د ولسي جرګې مالي کمېسيون بيا د بودجې په درېيمه مسوده هم انتقادونه لري.

ولسي جرګې پرون چهارشنبه پر یادې بودجې په عمومي غونډه کې بحث وکړ او د دې جرګې دایمي کمېسیونونو ته دنده وسپارل شوه چې بودجه په دقت مطالعه او خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول د مالي چارو او بودجې کمېسیون ته وسپاري.

ولسي جرګې د ښوونکو، ټیټ رتبه دولتي مأمورینو او سرتېرو معاشاتو له زیاتېدو سربېره، ۱۹ موضوعات وړاندیز کړي چې باید بدلون په‌کې راشي.

د افغانستان ولسي جرګې تر اوسه دوه ځله د ۱۴۰۰م لمریز مالي کال د بودجې مسوده رد کړې.