د افغانستان ولسي جرګه د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې پر درېیمه طرحه بحث کوي

د افغانستان ولسي جرګه

تمه ده سبا د افغانستان ولسي جرګه د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې درېیمه طرحه تر بحث لاندې ونیسي.

د جرګې یو شمېر غړو دوشنبه په عمومي ناسته کې وویل چې د بودجې په طرحه کې لږ بدلون راغلی دی.
د ولسي جرګې د اعلامیې له مخې د توازن او عدالت نشتوالی، د نیمګړو پروژو حذف او د ۹۱ او ۹۲ کوډونو کې د کمښت نه‌راتګ د بودجې له مهمو ستونزو دي.

د جرګې ځینو غړو همداراز وویل چې د بودجې په وړاندې باید سیاسي چلند ونه‌شي ځکه د دوی په خبره بودجه باید د ملي ګټو په اساس وروستۍ او تصویب شي.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې لومړی وار د ۴۵۲ میلیارده افغانیو وړاندیز شوی و چې رد شوه. په دوهمه طرحه کې ۱۷۲ میلیارده افغانۍ کمه شوه او اوس په درېیمه طرحه کې ملي بودجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ښودل شوې چې ۳۱۱ میلیارده‌یې عادي او ۱۶۱ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه ده.