په شمال کې فعالانو د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټينګار وکړ

په کابل کې د چاودنې وروسته د سيمې انځور. Feb. 2, 2021

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پلاوي او د طالبانو ډلې ترمنځ د سولې د خبرو له درېدو وروسته، په شمال زون کې د مدني بنسټونه ټولنې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند د اعلامېدو غوښتنه کړې.

په شمال زون کې د مدني بنسټونو ټولنه د افغانستان د سولې په اړه د مذاکراتو د دویم پړاو په بېرته پیلېدو ټینګار کوي.

د دغې ټولنې مشر عبدالحمید صفوت د دوشنبې په ورځ ( د دلو ۲۰) له طالبانو وغوښتل چې له هېڅ سیاسي پلمې پرته دې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

ښاغلی صفوت د سولې د مذاکراتو په لړ کې په هېواد کې د وسله‌وال تاوتریخوالي کموالی او د اوربند اعلامېدل اساسي موارد بولي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو ډله دې عامو ګټو ته په پام د ولسي وژنو څخه لاس واخلي. دوی دې یوې تلپاتې سیاسي هوګړې ته د رسېدو په خاطر لومړۍ اوربند اعلام کړي."

په شمال زون کې خلک وروستیو ناامنیو ته په کتو سره وايي، چې په هېواد کې د وسله‌والې شخړې دواړه خواوې دې په اوربند توافق وکړي څو تاوتریخوالی کم شي.

د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ ۲۲ کلن محمد فیصل سجادي یې په اړه داسې وايي: "جګړې مو ژوند تباه کړی دی. مونږ د اوربند او همه شموله سولې غوښتنه کوو. جګړه د حل لاره نه ده او قدرت په جنګ نه ترلاسه کېږي."

تر دې دمخه، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د دلو په ۱۸ نېټه ویلي، دي چې طالبان په هڅه کې دي څو جمهوریت ړنګ کړي.

حمدالله محب

هغه زیاته کړې، چې طالبان د ظلم او وژنو له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو افغان امنیتي ځواکونه له دغې ډلې سره د مبارزې په خاطر فعال دفاعي حالت ور ننوتي.

افغان چارواکي وايي، چې په دوحه کې د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو په درېدو سره د هېواد په مختلفو ولایتونو کې وسله‎‌وال تاوتریخوالی او هدفي وژنې هم زیاتې شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال، شاه محمود میاخېل ویلي، طالبانو د تشدد په کموالي هوکړه کړې وه، خو همدا اوس د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې جګړه روانه ده او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هاخوا بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د طالبانو په هوګړه لیک د بیا کتنې غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له سرپرست سره په یوه لینده کې له امریکا سره د طالبانو د ترسره کړو تعهداتو په عملي کېدو ټینګار کړی.

له کابو یوې میاشتې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې په نا څرګند دلیل درېدلې دي.

د طالبانو ډلې سیاسي ویاند محمد نعیم ویلي، چې په مذاکراتو کې ځنډ یو طبیعي امر دی.

تازه سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د ولسمشر جو بایدن اداره په پام کې لري څو له القاعده ډلې سره د طالبانو اړیکې او همداراز د سولې په خبرو کې د هغوی ونډه او ګډون له سره وارزوي.