د امریکا سنا جرګه روانه اوونۍ د ډونالد ټرمپ د دوهمې استیضاح محاکمه ترسره کوي

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټاکل شوې د امریکا سنا جرګه همدې اوونۍ کې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوهمې استیضاح محاکمه ترسره کړي.

اټکل دا دی چې جمهوري غوښتونکی ټرمپ به د استیضاح پر مهال برائت ترلاسه کړي، خو دا له تاریخي پلوه د ټرمپ د بد میراث په توګه یادېږي.

سبا د فبرورۍ په نهمه به د امریکا ۱۰۰ سناتوران د قاضیانو په توګه درېږي او دا به معلوموي چې ډونالد ټرمپ پر کانګرس د ده د پلویانو په یرغل کې مجرم وپېژني او که نه.

د ټرمپ پارېدلو پلویانو تېره میاشت هغه مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ چې دننه په‌کې ټاکنیزو کالجونو د هغه د ځای ناستي جو بایډن د بریا په اړه غونډه لرله.

د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل

د 'اې.بي.سي' نیوز د یوې نظر پوښتنې له مخې چې پرون یکشنبه خپره شوه، اکثره امریکایان د دې پلویان دي چې ټرمپ دې د سنا له‌خوا محکوم شي.

په دې نظر پوښتنه کې ۵۴ فیصده پوښتل شویو کسانو ویلي چې د ټرمپ د محکومېدو او په راتلونکي کې پر یوه عامه پوست د هغه د ګمارنې د مخنیوي ملاتړ کوي.

په سنا جرګه کې چې جمهوري غوښتونکي پرې حاکم دي، ډیموکرات سناتوران د ۱۷ جمهوري غوښتونکو سناتورانو ملاتړ ته اړتیا لري چې له مخې یې د ټرمپ د محکومېدو پرېکړه وکړي.

په دغه لوړ شمېر کې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ملاتړ جلب له امکانه یو څه لیرې ښکاري او له همدې کبله ممکن ټرمپ برائت ترلاسه کړي.

ډیموکرات سناتوران هڅه کوي چې وښيي، مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې او دغه‌راز د څو اوونیو هغو ویناوو له لارې چې ویل‌یې رایې غلا شوي، خپل پلویان پر کانګرس یرغل ته هڅولي دي.

د امریکا ګڼو جمهوري غوښتونکو سناتورانو پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو یرغل غندلی، خو یوازې د ګوتو په شمېر دغو سناتورانو چمتووالی ښودلی چې ټرمپ محکوم کړي، ځکه ټرمپ لا هم په خپل ګوند کې یوه مشهوره څېره بلل کېږي.

ارشیف، د امریکا کانګرس د دواړو جرګو ګډه غونډه

تېره میاشت د یوې رأی ورکونې پر مهال د سنا د ۵۰ جمهوري‌پالو سناتورانو له ډلې ۴۵ هغو د ټرمپ د استیضاح د رد ملاتړ وکړ.

دا وروسته تر دې چې د دغه هېواد استازو جرګې په اکثریت رایو د دوهم ځل لپاره ډونالد ټرمپ استیضاح کړ.

جمهوري غوښتونکي سناتوران وایي، د داسې یوه ولسمشر استیضاح له اساسي قانون سره په ټکر کې ده چې د واک له ګدۍ لیرې شوی دی.

د ټرمپ مدافع وکیلان به هم د هغه د محکومېدو پر ضد مخالفت څرګند کړي او د ټرمپ څرګندونې او پر ټاکنو د درغلیو تورونه به‌یې د بیان ازادي وبولي.

په سنا جرګه کې د سوټ کارولینا سناتور او د ټرمپ نږدې کس لېندسي ګراهام له سي.بي.اېس سره خبرو کې ویلي، غواړي چې د ټرمپ استیضاح پای ته ورسوي، ځکه د ده په خبره دا د اساسي قانون خلاف یو کار دی.

ګراهام د جنورۍ شپږمه چې پر کانګرس یرغل وشو، بده ورځ یاده کړې او ویلي دي، تاریخ به د دغې پېښې په ملامتیا کې ټرمپ هم شریک وبولي.

سناتور لېندسي ګراهام

بل سناتور بل کاسیډي ویلي، ډیموکراتانو د ټرمپ له استیضاح سره د باور وړ کمزوری چلند وکړ او په خبره‌یې "که دا کار شوروي اتحاد کې شوی وی، تاسو به نمایشي محاکمه بللې وه".

د امریکا د استازو جرګې ډیموکراتانو او د ټرمپ د استیضاح مدیرانو بیا د خپل کار ننګه کړې او ویلي یې دي، دوی ولسمشر ته دا اجازه نه‌ورکوي چې د واک په وروستیو کې لوړ جرمونه ترسره کړي او په ازاده توګه ترې تېر شي.