امریکا: د ناوالنۍ د زنداني کېدو په اړه د روسیې پرېکړه غندو او ژر دې خوشې شي

د روسیې د اپوزیسون مشر الکسي ناوالنۍ، د پولیسو له لوري نیول شوی

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا د روسیې د محکمې هغه پریکړه وغندله چې د اپوزیسون مشر الکسي ناوالنۍ ته یې د درې نیمو کلونو بند سزا ورکړې ده.

  • د امریکا غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې د محکمې دغه پریکړه وغندله او د روسیې له حکومته یې وغوښتل چې الکسي ناوالنۍ دې سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کړي.

ښاغلي بلېنکین په هغه بیان کې چې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه کې خپور شوی دغه راز د روسیې له حکومته غوښتي چې خپل هغه نور په سلګونو وګړي چې په وروستیو اونیو کې د بیان او د سوله ییزو لاریونونو په ګډون د خپلو حقونو د کارولو په خاطر په غلطه نیول شوي، خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د مسکو د محکمې قاضي د ناوالنۍ هغه درې نیم کلن تعلیقي بند چې نوموړی په ۲۰۱۴ میلادي کال پرې محکوم شوی و، په تنفیذي بند بدل کړ یعنې نوموړی به د دې بند پاتې موده په زندان کې تېروي.

په دې اړه نور: روسي پولیسو د الکسي ناوالني ۲۰ پلویان نیولي دي

د محکمې په پریکړه کې دغه راز ویل شوي هغه موده چې ناوالنۍ په خپل کور کې نظربند و، هغه په بند کې حسابېږي او په دې توګه د هغه درې نیم کلن بند دوو کالو اتو میاشتو ته راکم شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د اروپایي محکمې هغه مهال د اختلاس په تور د ناوالنۍ محکومېدل غیر قانوني بللي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د دې محکمې دریځ ته په اشاره ویلي چې ناوالنۍ ته دغه سزا غیر قانوني او پر سیاسي انګېزې ورکړل شوې ده.

د الکسي ناوالنۍ د محاکمې پر مهال د روسي پولیسو له خوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

بلېنکین ویلي، لکه څنګه چې د بشري حقونو اروپایي محکمې مخکې ویلي و، په دغې سزا سره د ناوالنۍ حقونه تر پښو لاندې شوي او هغه پر سیاسي پلورالېزم یا سیاسي تنوع یو ګوزار دی.

  • د بریتانیا غبرګون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب هم په یوه ټویټ کې دغه پریکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا دې ښکارندویي کوي چې روسیه د هغې ابتدایي ژمنې په پرځای کولو کې پاتې راغلې چې د نړیوالې ټولنې هر مسول غړی یې باید پرځای کړي.

ناوالنۍ پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د ورځې په پیل کې د محاکمې په جریان کې یو ځل بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تورن کړ چې د ده په مسموم کېدو کې یې لاس درلود.

د اپوزیسون مشر الکسي ناوالنۍ

ناوالنۍ چې پر زهرجن ګازو مسموم شوی او د درملنې لپاره جرمني ته تللی و، د جنوري په اولسمه مسکو ته له بېرته ستنېدو سره سم ونیول شو.

د هغه د نیول کېدو پر وړاندې په روسیه کې پراخې مظاهرې وشوې چې له څلور زرو زیات کسان په کې ونیول شول.

د دې وېره شته چې د محکمې دغه پریکړه به بیا د ناوالنۍ پلویان واټونو ته را وباسي.