افغان امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي

ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني نن (یکشنبه) وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو د شینوارو، اندرابیانو او د شینوارو په چله مزار سیمو کې چې د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دي، تلاشي او تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښاریان وايي، د جګړې ډزې په کورونو کې اوري او د ناامنۍ له درکه اندېښمن دي.

خو د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د ښار شاوخوا ټول کلي به د دولت له وسله‌والو مخالفانو پاک شي.

د ده په وینا تېره شپه د لغمانیو او زرخرید په کلیو کې ۵ مشکوک طالبان له وسلو سره نیول شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.