په افغانستان کې روان تاوتریخوالي چې د سولې هڅې یې هم ټکنۍ کړي، پر افغانانو سربېره نړیوال بنسټونه اندېښمن کړي دي.
د اروپایي ټولنې یو لوړپوړي ډيپلومات او د افغانستان لپاره د دغې ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي، اوس په هر نوم چې وي، باید "د افغانانو د وینې سیندونه" ودرېږي.
رولاند کوبیا د شنبې په ورځ ناوختهیې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "که د کوم لوري د اوربند اصطلاح نهخوښېږي، هغه ته دې د دښمنۍ د درېدو، متارکې، قانوني مهلت او یا د چوپتیا د پړاو نوم ورکړي".
If some parties don’t like the term «ceasefire», call it truce, cessation of hostilities, moratorium, silent period. Whatever the semantics until it stops rivers of Afghan blood. You have an opportunity with new US administration to show you -really- want peace. Now. #Afghanistan
— Roland Kobia (@RolandKobia) January 30, 2021
کوبیا د جګړې د کومې مشخصې خوا نوم نهدی یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده "تاسو اوس فرصت لرئ چې د امریکا نوې ادارې ته وښيئ چې په واقعي ډول د سولې غوښتونکي یئ".
بل لور ته پرون شنبه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن سره خبرو کې د ژر تر ژره اوربند او د وینې تویېدنې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې د راس وېلسن په حواله راغلي، د امریکا نوی حکومت تمه لري چې دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې په جدي ډول پيل شي.
پخوا تر دې افغان ولسمشر او نورو چارواکو ویلي، طالبان د اوربند له نوم نه وېره لري او دغه ډلهیې د جګړې او تاوتریخوالي په دوام تورنه کړې ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی له امریکا سره د دوحې په تړون کې د ژمنې له مخې، د تاوتریخوالي کچه کمه کړې ده.
محمد نعیم وايي: "ټولو ته معلومه ده، کله چې د طالبانو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوه له هغه راوروسته تر څو میاشتو پورې د اسلامي امارت لهخوا په لویو ولایتونو کې چې پر نظامي او استخباراتي مرکزونو کوم بریدونه کېدل هغه متوقف شول، د ولایتونو د سقوط لړۍ متوقفه شوه، د ولسوالیو پر مراکزو عملیات متوقف شول، خو متأسفانه وروسته پر مجاهدینو باندې بمبارونه او د شپې چاپې شروع شوې، یوه دسیسه وه چې غوښتل یې وضعیت کړکېچن کړي، متأسفانه همداسې وشول، نو مجاهدینو صرف له خپل ځانه دفاع کړې ده."
امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوې ادارې څو چارواکو د طالبانو او امریکا د دوحې تړون پر منځپانګې څو ځله د بیا غور غوښتنه کړې.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د جمعې په ورځ یو ځل بیا وویل، د امریکا اداره "په ژوره توګه دا ګوري چې طالبانو خپلې ژمنې څومره عملي کړې دي".
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند جان کربي بیا تازه ویلي، د تاوتریخوالي د کمولو او له القاعده سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې طالبانو خپلې ژمنې نهدي عملي کړي.
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی بیا طالبان د سولې خبرو ته په نهژمنتیا تورنوي او وایي، د دغې ډلې مرکچیانو دوحه کې خبرې پرېښي او پر سفرونو بوخت دي.
د دوی اشاره د طالبانو د تهران او مسکو تازه سفرونو ته ده. د دغو سفرونو پر مهال داسې مسئلې رسنیو ته راووتې چې د افغان چارواکو غبرګونیې وپاراوه.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، سولې ته د رسېدو لپاره دې ولسمشر غني واک پرېږدي.
محمد اشرف غني یې بیا ځواب کې ځان د سولې اتل وباله او ویېویل، د موقت حکومت پلوي ځکه نهکوي چې افغانان د ده په خبره له دا ډول لنډمهاله حکومتونو ښه خاطره نهلري.