ایران: د اټومي پروګرام د لانجې حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي

د ايران په نتنز کې يوه اتومي بټۍ. March 30, 2015

ایران وايي، د لویدیځ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د دې هېواد د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي نه تهران.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون پنجشنبې پر ټویټر ولیکل، چې د ایران اټومي تړون ته، د راستنېدو په برخه کې لومړی باید متحدایالات چې په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت اقدام وکړي نه ایران.

محمد جواد ظریف

ظریف دا غبرګون وروسته له هغه څرګند کړ چې واشنګټن تهران له دې تړون څخه په سرغړونه تورن کړ او غوښتنه یې وکړ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د امریکا د بهرنیوچارو نوي وزیر انتوني بلېنکېن د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر جو بایډن پر هغې پالیسۍ ټینګار وکړ، چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون سره د امریکا له یوځای کېدو مخکې تهران د خپلو اټومي فعالیتونو د محدودولو له لارې پر دې تړون عمل ته رابولي.

این امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن

هغه وویل: "دا چې خپلو ژمنو ته د ایران د راستنېدو په صورت کې به موږ په دې مسئله کې څنګه ښکېل شو ویلای شم چې موږ به د متخصصانو یو قوي ټیم جوړ کړو او د دې موضوع په اړه به بېلابېل لیدلوري وړاندې کړو."

ظریف پرون پر ټویټر د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ته په خطاب کې ولیکل، چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک پربنسټ امریکا د ایران خلکو ته پر خوړو او درملو د بندیز لګولو له لارې له دې تړون څخه سرغړونه وکړه.

د ظریف اشاره د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا پر ایران بندیزونه ته وه چې په ځواب کې یې ایران هم له ټاکلې اندازې د یورانیمو غني کول زیات کړل.

ظریف په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې، چې دې ته په پام سره اوس نو باید څوک لومړی اقدام وکړي؟

د ۲۰۱۵ کال د موافقې له مخې ایران باید خپل اټومي پروګرام د امریکا او نورو هېوادونو د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې محدود کړي وای خو وروسته له دې چې ټرمپ له دې موافقې ووت تهران هم ګام په ګام د هغه له شرایطو څخه سرغړونه پیل کړه.

په تېره ډسمبر میاشت کې د ایران سخت دریځي پارلمان هغه لایحه تصویب کړه، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې د امریکا د بندیزونو د نه لیرې کېدو په صورت کې حکومت د اټومي پروګرام په برخه کې د لا کلک دریځ خپلولو ته اړباسي.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې ایران د فردو په اټومي بټۍ کې په سلو کې د شلو تر کچې د یورانیمو غني کول بیا پیل کړل.

د نوې لایحې له مخې د ایران اټومي اداره مکلفه ده چې په کال کې ۱۲۰ کیلوګرامه شل فیصده غني شوي یورانیم تولید کړي، خو د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف پرون اعلان وکړ چې ایران په یوه میاشت کې د څه باندې ۱۷ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو په تولیدولو سره تر مهالوېش مخکې روان دی.