د ننګرهار والي وایي، د پاکستان د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ په دغه ولایت کې وژل شوی دی.
ضیاالحق امرخېل نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې منګل باغ او دوه ملګري یې له غرمې مخکې د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د #لشکر اسلام ترهګریزې ډلې مشر منګل باغ نن له غرمې مخکې د #ننګرهار د اچين ولسوالۍ باندر درې څېړۍ کڅونه سيمه کې د خپلو دوو ملګرو سره د دوی له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو، منګل باغ په ياده سيمه کې په ګڼ شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود. pic.twitter.com/OvHxXIiGql
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) January 28, 2021
امرخېل وایي، منګل باغ د اچین ولسوالۍ په ناامنیو کې لاس درلود.
منګل باغ د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکی و چې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتیدلی و.
پاکستاني چارواکو ویلي، د منګل باغ په مشرۍ د لښکر اسلام ډله په خیبر پښتونخوا کې د خونړیدو بریدونو مسوله ده.