د امریکا د کورني امنیت وزارت د کورنیو حکومت ضد افراطیانو له لوري بالقوه ګواښ ته په اشارې په ټول هېواد کې د ترورېزم په وړاندې خبرداری ورکړ.
دغه وزارت د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د پلویانو برید ته په اشارې ویلي چې د امریکا په هره برخه کې د افراطیانو له لوري پر دولتي چارواکو د برید خطر شته.
دغه وزارت پرون (چهارشنبه) ویلي چې د کومې ځانګړې دسیسې په اړه معلومات نهلري، خو په دې اندېښمن دی چې هغه کسان به ممکن تاوتریخوالي ته مخه کړي چې د ولسمشرۍ د واک پر انتقال خوابدي دي.
د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې د لوړې مراسم او د واک د لېږد لړۍ
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "حاضر دمه د امریکا په متحده ایالاتو کې په لوړه کچه د ګواښ چاپېریال رامنځته شوی چې ښايي په راتلونکو اوونیو کې هم دوام وکړي."
دا خبرداری د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د بدلولو په خاطر د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د غصه پلویانو له لوري د کانګرس پر ودانۍ له یرغله وروسته په ترینګلي وخت کې ورکول کېږي.
داسې اندېښنې هم شته چې افراطیان ښايي پر منتخبو چارواکو او حکومتي مأمورینو حملې وکړي.
پر کانګرس ماڼۍ د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د پلویانو یرغل
په استازو جرګه کې د ډیموکرات ګوند د مسي سي پي استازي او د دې جرګې د کورني امنیت د کمېټې رئيس بیني تامپسن وویل، د کانګرس پر ودانۍ کورني ترورېستي برید دا خبرداری لا څرګند کړ چې دا ډول خطر به په کلونو زموږ مخته وي.
د استازو جرګې، پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ تورن کړی چې خپل پلویان یې پر کانګریس بلوسې ته هڅولي وو.