ارګ کې "لفظي مشاجره"؛ اشرف غني له افغانستانه د "یونېسف" یو چارواکی اخراج کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني "ترې یوې لفظي مشاجرې وروسته" په دغه هېواد کې د یونېسف د یوه لوړپوړي چارواکي د اخراجېدو حکم ورکړی دی.

د ارګ سرچینې وایي، د یونېسف دغه مسؤل تېره دوشنبه یوه غونډه کې له ولسمشر سره لفظي شخړه وکړه او وروسته‌یې ولسمشر له افغانستانه د اخراجېدو حکم ورکړ.

یونېسف تر بېګا ناوخته پورې په دې تړاو رسمي څه نه‌و ویلي.

د ولسمشر ویاند دواخان مینه‌پال پرون مازدیګر پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه یوازې دومره لیکلي چې ولسمشر تر ۲۴ ساعتونو پورې د یونېسف د پولیو د برخې د مسؤل محمد محمدي د اخراجېدو حکم ورکړی دی.

مینه‌پال د محمدي د اخراجېدو لاملونه په چارو کې نه‌شفافیت او ولسمشر ته بې‌اعتنایي یاد کړي دي.

د ارګ یوې بلې باوري سرچینې بیا ازادي راډیو ته وویل، د یونېسف همدې مسؤل او ولسمشر د 'کووېډ-۱۹' په اړه یو جنجالي بحث درلود چې پایله کې یې همدا لفظي مشاجره رامنځته شوه.

د دغې سرچینې په باور، ولسمشر د یونېسف له همدې مسؤله د 'کووېډ-۱۹' په برخه کې د لګول شویو پیسو حساب کتاب غوښته، خو دې کس ځان تېر ایسته.

د سرچینې په وینا، هغو مرستو کې هېڅ شفافیت نه‌شته چې نړیوالې ټولنې د یونېسف له لارې له 'کووېډ-۱۹' سره د مبارزې په هدف کړې دي.

سرچینه زیاتوي، یونېسف یوازې ۲۲ ملیونه ډالره د 'کووېډ-۱۹' په اړه د عامه پوهاوي پر پروګرامونو لګولي او ادعا کوي چې د شفافیت په اړه‌یې ډاډ نه‌شته.

په افغانستان کې د یونېسف له لوري ماشومانو ته له کرونا ویروس د ځان ساتلو او ماسک کارولو په اړه لارښوونې

د ارګ دا سرچینه وایي، یونېسف په ننګرهار کې د یو نیم ملیونه ډالرو په ارزښت د لاس مینځلو صابون په خلکو وېشلی او دوی ادعا کوي چې د صابون کیفیت او پرې شوی لګښت تر پوښتنې لاندې دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو کابل کې د یونېسف د مسؤلینو نظر واخلو، خو کوم مسؤل‌یې خبرو ته حاضر نه‌شو.

د ارګ کومې سرچینې چې د نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، یونېسف په یوه مکتوب کې له ولسمشر نه په دې تړاو بخښنه غوښتې ده.

په افغانستان کې له کرونا وبا سره د مبارزې له پيله پر ځینو چارواکو داسې تورونه پورې شوي چې دې برخه کې مرسته شوې یوه اندازه پیسې یې شخصي جېبونو ته اچولي دي.

په ظاهره د همدې او یو شمېر نورو تورونو له کبله سږ کال د دغه وزارت دوه وزیران فېروز الدین فېروز او احمد جواد عثماني هم له دندې لیرې شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه ګوښه شوی وزیر احمد جواد عثماني

څو میاشتې مخکې د افغانستان د پلټنې عالي ادارې د عامې روغتیا د پخواني وزیر فېروز الدین فېروز په ګډون د دغه وزارت ۹ برحاله او پخواني چارواکي د درغلیو له کبله څارنوالۍ ته معرفي کړل.

دغو چارواکو کې د وزارت څلور پخواني او برحاله مرستیالان شامل وو، خو د پخواني وزیر فېروز الدین فېروز په ګډون یو شمېر دې کسانو پر ځان لګول شوي تورونه بې‌اساسه وبلل.