د امريکا له لوري د "اى سي سي" پر څارنوالانو لګېدلي بندیزونه ارزول کېږي

د نړيوالې جنایي محکمې ودانۍ

د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن اداره به دامریکا له لوري د نړیوالې جنایې محکمې پر څارنوالانو لګیدلي بندیزونه وارزوي.

دا بندیزونه په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو لخوا د ادعا شویو احتمالي جنګې جرمونو د پلټني په غبرګون کې د امریکا د پخوانۍ ادارې لګولي وو.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تېر کال د نړیوالې جنایې محکمې یا آی سي سي پر څارنوالانو اقتصادي او د سفر بندیزونه ولګول.

دا هغه کسان وو، چې په مستقیم ډول د امریکایې سرتېرو د پلټنې په چارو کې ښکېل وو.

آی سي سي په دې پلټنه کې په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو له لوري د احتمالي جنګي جرمونو په اړه پلټنې کولې.

د جرمونو نړیوالې محکمې د استېناف څانګې، مشرې څارنوالې فاتو بنسودا ته په مارچ میاشت کې دا صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکايي او غیر امریکايي ځواکونو او استخباراتي مامورینو، دغه راز افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له‌خوا د احتمالي جرایمو څېړنه وکړي.

فاتو بنسودا

د هالند په هاګ کې دېره د جرمونو نړیواله محکمې ویلي وو، چې په افغانستان کې به د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ټول هغه جرمونه چې جنګي او د بشریت ضد بلل کېږي، وڅېړي.

د امریکا متحده ایالاتو په هاګ کې دغه محکمه تورنه کړې چې د دې پلټنې په ترسره کېدو سره د متحده ایالتونو ملي حاکمیت نقض کوي.

د امریکا پخوانى ولسمشر ډونالډټرمپ

د ډونالډ ټرمپ د فرمان تر صادرېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو ویلي وو چې دوي نه شي کولای چې د داسې اقدام په وړاندې لاس تر زنې لاندې کېني او د ده په وینا یوې غیر رسمي محکمې ته اجازه ورکړي چې د امریکا وګړوته ګواښ پېښ کړي.

امریکا د روم په هغه تړون کې شامله نه ده، چې په ۲۰۰۲ کال کې د دې محکمې د جوړېدو په اړه شوی دی خو افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون د آزادي اروپا آزادي راډیو ته په یوه استولي ایمیل کې ویلي: "تر کومه چې موږ د افغانستان او اسرائیل او فلسطین اړوند مسایلو کې د آی سي سي له کړنو سره مخالف یو، خو د نورو اقداماتو د تعینولو لپاره به دا بندیزونه په بشپړ ډول و ارزول شي."

په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د پلټنې سربېره، آی سي سي په ۲۰۱۹ کال کې د فلسطین په خاوره کې هم د اسرائیلې سرتېرو لخوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه پلټنې پیل کړي.

د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بورل د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیزونو د فرمان تر لاسلیک وروسته جدي اندیښنه وښوده.

د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ دا اقدام غندلی وو.

نړیوالې جنایې محکمې ، آی سي سي هغه بندیزونه رد کړي وو او په اړه یې ژوره خواشینې ښودلې وه.