ایکانومېسټ: هدفي وژنو کې د طالبانو نه ښکېلتیا، ډېر کم خلک مني

ارشیف، په کابل کې د یوې چاودنې عکس

  • ایکانومېسټ مجله

ایکانومېسټ مجلې په افغانستان کې د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د هدفي وژنو د دوام په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې د وروستيو وژنو اهداف خورا ځلاند او منور خلک دي.

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې هدفي وژنې نوې خبره نه ده، خو د دې وژنو د وروستۍ څپې کچې، وخت او د قربانیانو انتخاب خلک وارخطا کړي دي.

د دې وژنو په لړۍ کې د امنیتي دفاعي ځواکونو پر سرتېرو سربېره ډېر دولتي مامورین، ژورنالېستان او د مدني ټولنو فعالان هم په نښه شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي چې هدفي وژنو کې لاس نه لري، خو ایکانومېسټ لیکي چې د دوی دا خبره ډېر کم خلک مني.

خپرونه د مطلب په دوام په دې حملو کې د کارول شوېو بمونو د جوړښت د تنوع یادونه کوي او لیکي:

امکان نه لري چې بله ډله دا ټولې وژنې وکړي، خو خپرونه دا یادونه هم کوي چې کېدای شي کله ناکله شخصي دښمنۍ او نورې ډلې هم په دې وژنو کې ښکېل وي.

  • ګلوب اېنډ مېل

ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر په قلم لیکلی مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، که نړیوال افغانستان یوازې پرېږدي دا هېواد به له ناورین سره مخامخ شي.

مېرمن سمر لیکي:

هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان په بیارغونه کې له څه باندې ۴۰ ښکېلو هېوادونو سره په ډاګه خبرې وکړو.

نوموړې لیکي، موږ افغانان لاهم تاسو ته اړتیا لرو او زیاتوي چې د افغانستان راتلونکې مبهمه ده او د سولې خبرې صادقانه نه دي نو ځکه د منلو وړ نه دي.

مېرمن سمر په تېرو څلورو لسیزو کې د سولې اوسنی فرصت بې ساري بولي او لیکي:

افغانستان هېڅکله سولې ته دومره نه و، نژدې شوی. دا زیاتوي چې زه او ډېر نور افغانان دې خبرو ته د جګړې د پای ته رسولو د یوه طلايي فرصت په سترګه ګورو.

  • سټارز اینډ سټرایپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې د افغانستان لپاره د متحدایالاتو د نوې ادارې احتمالي پالیسۍ ته کتنه کړې او لیکي چې ولسمشر جوبایډن ته د افغانستان د سولې ځنډېدلی بهیر او له دې هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو را روانه نېټه په میراث پاتې ده.

ورځپاڼه لیکي:

بایډن د خپل کار په پیل کې له داسې یوه انتخاب سره مخ دی چې یوه ورځ به له ده څخه په میراث پاتې کېږي. یعنې یا به سمدستي امریکايي سرتېري له افغانستانه باسي او یا به دې اوږده ماموریت ته دوام ورکوي.

سټارز اینډ سټرایپس د شنونکو له قوله لیکي چې په قطر کې په بین الافغاني مذاکراتو کې ډېر لږ پرمختګ ځکه ښکاري چې دواړه لوري دې ته سترګې په لاره دي چې د دې جګړې په اړه د امریکا د نوې ادارې دریځ به څه ډول وي؟

امریکا د سولې په هغه موافقه کې چې د ۲۰۲۰ په فبروري کې یې په قطر کې له طالبانو سره لاسلیک کړه ژمنه کړې چې خپل ټول ځواکونه به د سږني کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه باسي.

د امریکا د نوې ادارې چارواکو ویلي چې دې موافقې ته بیا کتنه کوي.

سټارز اینډ سټرایپس په دې اړه د بهرنیو چارو د نوماند وزیر انتوني بلېنکن د وینا هغه برخه رااخیستې چې وايي، موږ په دقت سره ګورو چې دې موافقه کې پرکومو موضوعاتو خبرې شوي دي؟