ډونالد ټرمپ د خپل پخواني سلاکار په ګډون یو شمېر کسان وبخښل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې د مراسمو په درشل کې د خپل پخواني سلاکار په ګډون د یو شمېر کسانو د عفوې فرمان صادر کړ.

د دې فرمان له مخې به د ۷۰ کسانو بند تر ټاکل شوې مودې کم شي او ۷۰ نور به له زندانه خوشې شي.

د ټرمپ ادارې په یوه بیان کې ویلي: "ولسمشر ډونالد جې ټرمپ ۷۳ کسانو ته بخښه وکړه او د ۷۰ نورو بند یې کم کړ."

په عفو شویو کسانو کې د ټرمپ پخوانی سلاکار سټيف بینن هم شامل دی.

بینن د ټرمپ نفوذ لرونکی سلاکار وو چې په ۲۰۱۶م کال انتخاباتو کې يې ټرمپ ته کمپاین کړی وو.

ډونالد ټرمپ او سټیف بینن

دی هغه مهال تورن وپېژندل شو چې ګواکي د مکسیکو او امریکا ترمنځ‌یې د ټرمپ د دېوال د پروژې لپاره د خلکو په تېر ایستلو له هغوی پیسې راټولې کړې وې.

د رسنیو راپورونو اټکل کاوه چې ټرمپ ښایي خپل ځان، خپلې لور ایوانکا، خپل زوم جرېد کوشنر او خپلو دوو مشرانو زامنو ډونالد جونیېر او ایریک ته عفو وکړي، خو ده دا کار نه‌دی کړی.

ده همداراز خپل شخصي مدافع وکیل روډي جولیاني هم په دې لېست کې نه‌دی شامل کړی.

جولیاني د ټرمپ د هغو ناسمو ادعاوو ملاتړی وو چې ګواکي د نومبر د درېیمې په ولسمشریزو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

روډي جولیاني

د ټرمپ، د ده د کورنۍ د غړو او جولیاني عفو به تر وخت مخکې وه ځکه دوی تر اوسه تورن نه‌دي پېژندل شوي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې یو ولسمشر د عفوې او بند کمولو پراخ واک لري.

ډېری ولسمشران د خپلې دورې په وروستیو ورځو کې عفو اعلانوي، خو منتقدینو ویلي چې ټرمپ مخکې خلکو ته د عفو امر ځکه کړی چې خپلو سیاسي متحدانو ته امتیاز ورکړي، نه دا چې د عدالت نه‌پلي کېدو په خاطر يې د زړه سوي له مخې دا کار کړی وي.

ټرمپ مخکې د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین هم بخښلی. فلین اېف بي ای ته له روسي سفیر سره د ده د لیدو په اړه د درواغو ویلو په تور محاکمه شوی و.

مایکل فلین

ده همداراز د راجر سټون د بند وخت کم کړ چې د ۲۰۱۶م کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د تحقیقاتو پر مهال کانګرس ته درواغ ویلي وو.

همداراز ټرمپ تېره میاشت د بلک واټر شرکت څلور قراردادیان وبخښل. دوی تورن پېژندل شوي وو چې په ۲۰۰۷م کال کې يې ۱۴ بې‌وسلې عراقي ملکیان وژلي وو.