د افغانستان دفاع وزارت وایي، پوځیې د نږدې سل په سلو کې ځمکنیو او هوایي عملیاتو مشري پر غاړه لري.
دغه وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې، یعنې دوه نیم زرو ته راټیټ کړی دی.
یاد وزارت که څه هم دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو پر اغېزو څه نهوایي، خو ډاډ څرګندوي چې ځواکونهیې دغه تشه ډکولای شي.
د دغه وزارت ویاند روحالله احمدزی وایي، اوسیې دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول ټول عملیات ترسره کوي.
ښاغلي احمدزي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، نړیوالې ټولنې په وار وار ورسره ژمنه کړې چې د ځواکونو مالي او تخنیکي ملاتړ ته بهیې دوام ورکوي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د افغانستان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم نږدې سل په سله په افغانستان کې په مستقله توګه له ترورېزم سره مبارزه کوي، په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې له لازم توان او ځواک څخه برخهمن دي، د دې په خوا کې نړیواله ټولنه او زموږ ستراتېژیک همکاران له افغان ځواکونو سره د مرستو او همکاریو دوام ته هم ژمن دي."
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اعلان کړی چې د ملي اردو ځواکونو له ناټو څخه د نویو جذب شویو سرتېرو د روزنې چارې هم پر خپله غاړه واخیستې.
دغه مأموریت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاع وزارت مشرتابه کولای شي چې د افغانانو د امنیت ټینګښت ته تکړه سرتېري چمتو کړي.
#نیروهای افغان در سال جاری آموزش سربازان تازه جلب شده اردو ملی را از #ناتو به عهده گرفتند. مشاورین بین المللی اظهار نموده اند که وزارت دفاع ملی افغانستان یک نهاد مستحکم با رهبران شایسته بوده که سربازان توانمندی را جهت تأمین امنیت افغانها آماده میسازند. #افغانستان@MoDAfghanistan pic.twitter.com/DCu3wB6GQR
— Resolute Support (@ResoluteSupport) January 16, 2021
ناټو یوه وېډیو هم خپره کړې چې ښيي، افغان روزونکي د ملي اردو د تسلیحاتو د روزنې په ګډ مرکز کې د افغان پوځ سرتېرو ته د ډلهییزو بریدونو د مهارولو روزنه ورکوي.
دا هغه چارې وې چې پخوا ناټو ځواکونو پر مخ بیولې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته راکم کړی دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر مېلر ویلي، د سرتېرو د شمېر دا کمښت د افغانستان د سولې له پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ او هم له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان دولت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.
په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي: "له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې متحده ایالاتو یې اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی."
محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکا او دوی د هوکړې عملي کول، د افغانستان او امریکا د خلکو په ګټه یو کار دی.
1/2له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون يې متحده ایالاتو اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی.بې له شکه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) January 16, 2021
امریکا داسې مهال افغانستان کې خپل ځواکونه تر ټولو ټیټې کچې ته رسولي چې ناټو راتلونکې میلادي میاشت دغه هېواد کې د خپل پوځي مأموریت د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له دې وړاندې ویلي، فبروري میاشت کې به د دفاع وزیرانو په غونډه کې حالاتو ته په کتو د افغانستان د مأموریت په اړه تصمیم نیسي.
ده ویلي، هر ډول تصمیم بهیې له ننګونو ډک وي، خو ډاډ یې ورکړی چې حالاتو ته په کتو او د جګړې او تاوتریخوالي د وضعیت له ارزونې سره سمه پرېکړه به کوي.