امریکا: ګڼ لوی شرکتونه له سیاسي ګوندونو سره مالي مرسته دروي

ارشیف

امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې ګڼو لویو شرکتونو پرېکړه کړې چې له سیاسي ګوندونو سره مالي مرسته د یو څو مودې لپاره دروي.

د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې په دغو شرکتونو کې د ګوګل، فیسبوک، مایکروسافټ، امازون او ورایزن په ګډون ګڼ نور شرکتونه شامل دي.

دا وروسته له هغه چې په امریکا کې د کانګرس د ودانۍ مخې ته لاریون په تاوتریخوالي بدل شو او خلکو پردې ودانۍ هجوم ور وړ.

پر ټويټر ۸۸ میلیونه کسانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څاره.

وروسته له هغه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په شپږمه په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت، ټويټر دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ د جنورۍ په اتمه نېټه د ټرمپ حساب ور وتاړه او ويې ویل چې دا اقدام یې ځکه کړی چې د ټرمپ د ځينو ټويټونو له کبله په امریکا کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو اندېښنه شته.

ټويټرد امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب لغوه کړ، د ونډو په بازار کې د دوشنبې په ورځ د ټويټر د ونډو بیه لس فیصده ټيټه شوه.

ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه په تکراري توګه لیکل چې په امریکا کې په ولسمشريزو انتخاباتو کې درغلي شوې.

پر ټویټر هغه مهال فشار زیات شو چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ ملاتړېو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ هجوم ور وړ او غوښتل يې چې د منتخب ولسمشر جوبایډن له تاییده د کانګرس مخه ونیسي.

له دې اقدام وروسته د دغه ټولنیزې شبکې د ونډو په بازار کې بیه لس فیصده کمه شوه.

ټویټر وروسته له هغې د ټرمپ حساب وروتاړه کله یې چې پلویانو پر کانګرس ودانۍ یرغل ور وړ.

دا لومړی ځل و چې ټويټر د یوه دولت پر مشر بندیز لګولی. په دې اقدام سره ټويټر پر نړیواله کچه یو شمېر انتقادونه هم راوپارول چې ګواکې د ټولنیزو شبکو لوی شرکتونه د بیان پر ازادۍ کنټرول لري.

په وروستیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو شرکتونه تر سخت انتقاد لاندې راغلې چې پر سیاسي بهیرونو او انتخاباتو اغېز لري.

د ۲۰۲۰میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د ټويټر رئیس جېک ډورسي د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې ګډون وکړ.

د ټرمپ د حساب تر تړل کېدو وروسته د ټويټر پر مالي وضعیت د یو څه منفي اغېز اټکل شوی.

فسبوک هم د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو پورې د ده حساب تړلی دی.