د بين الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په پيل سره سم جګړو زور اخيستى

افغان ځواکونه د پکتیا - خوست په لويه لاره کې. ارشيف

نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دوهمې مرحلې د پیل ورځ ده، خو له دې سره سره په ټول افغانستان کې جګړې روانې دي.

په داسې حال کې چې نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو نوې مرحله پیلېږي په افغانستان کې جګړې په همغه زور کې روانې دي.

مرکچي پلاوي د سه شنبې په ورځ د خبرو لپاره دوحې ته ورسېدل خو خبرې تر شنبې پورې وځندېدې ځکه د طالبانو مشر مرکچیان په پاکستان کې وو.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي پرون- جمعه په پاکستان کې د پوځ له مشرانو سره وکتل.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي چې د هندو- پاسیفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست مرستیال دیوید هیلوي او د پاکستان د پوځي مشرانو په کتنه کې په افغانستان کې د تشدد د کمولو پر اړتیا ټينګار وشو.

په بیان کې راغلي، چې دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو او د با مفهومه خبرو د بیا پیل پر اهمیت بحث وکړ.

د بیان له مخې هیلوي د پاکستان د وسله والو ځواکونو درستیزوال جنرال ساحر شمشاد میرزا ته ویلي دي، چې واشنګټن له پاکستان سره د تروریزم پرضد مبارزه کې د همکارۍ پراخولو ته ژمن دی.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس په خپل راپور کې لیکي چې پاکستان پر طالبانو د پام وړ اغیز لري او د خبرو مېز ته د هغو په راوستو کې مهم رول لوبولای شي.

پاکستان که څه هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې خو په عین حال کې یې ویلي دي چې افغان حکومت هم باید تشدد بند کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دواړو خواوو ته خبرداری ورکړی چې د سولې دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

زلمى خليلزاد

د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او د طالبانو مشر مرکچي ملاحکیم د چارشنبې ترورځې په پاکستان کې وو، خو په دې اړه چې دوی هلته څه کول ډېر مالومات نه شته.

اسوشیتیدپریس د طالبانو د یوه جګپوړی چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي لیکي چې وايي، طالبان پر افغان حکومت باور نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم د سمدستي اوربند احتمال رد کړی دی خو ښاغلي نعیم په عین حال کې دا یادونه هم کړې چې د خبرو د دې مرحلې پر اجنډا تراوسه موافقه نه ده شوې.

ولسمشراشرف غني په روانه اونۍ کې بیاهم له طالبانو سره د موقت حکومت د جوړېدو احتمال رد کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني

د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد سره له کتنې ډده هم وکړه.

اسوشیتیدپریس د سیاسي شنونکو په حواله لیکي چې وايي، افغان حکومت د سولې په خبرو کې سمدستي اوربند لومړیتوب ګڼي، خو طالبان غواړي پوه شي چې له جګړې وروسته افغانستان او د قدرت ویش به څه ډول وي.