د سولې د دوهم پړاو خبرې؛ "اوربند د اجنډا د سر موضع ده"

ارشیف، قطر کې طالب استازي

د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف د خبرو نوی پړاو پیلېږي، هغه خبرې چې وړاندوینه شوې لانجمنې او له ناندریو سره به مل وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي ډله نن شنبه (د مرغومي ۲۰مه) د طالبانو له مذاکراتي ټيم سره د اجنډا پر موضوع ګانو بحث پیلوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې افغان ټيم پوره چمتووالی لري او په خبرو کې به د اوربند مسئله مطرح کړي.

نوموړې زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د دې مرحلې لپاره پوره چمتووالی لري. اوربند د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی چې د خلکو څخه استازیتوب کوي د افغانستان د خلکو غوښتنې د مذاکرې پر مېز مطرح کوي او په هغه باندې ولاړ دی."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

افغان حکومت وايي چې مذاکراتي ټيم یې قطر ته تر سفر مخکې د خلکو له بېلابېلو ډلو سره لیدلي او د هغوی د اساسي غوښتنې په توګه یې اوربند د خبرو لومړیتوب ګرځولی.

د سولې د خبرو له اوسنۍ مرحلې خلک څه تمه لري؟

د خوست یو مدني فعال بختا جان بختیار وايي، ټول وخت باید په اجنډاګانو ضایع نه شي بلکې د اوربند په څېر په اساسي مسئله خبرې پيل شي.

بختیار ازادي راډیو ته وویل: "له ټولو اړخونو مو هیله ده چې اساسي موضوعاتو ته داخله شي. تر ټولو مهمه دا ده چې دلته کراره راشي خلک د ارام ساه واخلي که اوربند ونه شي خلک ناهیلي دي او فکر کوم دا مذاکرات به ګټه ونه لري."

د پکتیا یوه مدني فعاله عایله ګردیزي هم وایي، اوربند او سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي: "غوښتنه مې دا ده چې سوله وشي داسې نه چې دوی هلته دوحې ته ځي بېرته راځي. دوحې ته ځي بېرته راځي. داسې خو نه کېږي. په وژنو هېڅ هم مخته نه ځي. په کرارۍ په ارامۍ سره دې خبرې حل کړي. په دې نه کېږي چې ټول ټوپک را واخلي او د ټوپک په زور مخته ولاړ شي. باید سوله وکړي او د سولې له لارې هر څه په ارامي سره مخته یوسي."

اوربند او سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي

که څه هم عامو افغانانو په وار- وار د اوربند ټینګښت غوښتی، خو جګړې او بریدونه نه یوازې کم شوي نه دي بلکې په وروستیو لږ تر لږه څلورو میاشتو کې هدفي او ډله ییزې وژنې زیاتې شوي.

د کابل په پوهنتون برید او د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول د ځينو خبریالانو او مدني فعالانو وژل هغه څه دي چې د ډېرو خلکو پام یې ځان ته واړاوه.

په هلمند کې د وژل شوي خبریال الیاس داعي پېښې د خلکو مخ ځان ته راواړه

وسله وال طالبان بیا په دې باور دي چې د اوربند راتلو ته لا وخت شته.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اوربند زموږ هم هدف دی. زموږ هم هیله ده. موږ له هر څه نه زیات په جنګ کې تلفات وینو او له هر څه زیات په جنګ کې مشکلاتو سره مخ کېږي په لومړي سر کې که جنګیږو. خو دا چې هغه شرایط فراهم کېږي دې ته وخت لا شته. ځکه دواړه جانبین باید د اعتماد لوړې کچې ته ورسیږي."

له وسله والو طالبانو نه په افغان حکومت سربېره نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا چې دې ډلې ورسره تړون هم کړی په وار- وار غوښتي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي او سولې ته چانس ورکړي.

له طالبانو نه په افغان حکومت سربېره نړیوالې ټولنې په وار- وار غوښتي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي او سولې ته چانس ورکړي.

د سولې د خبرو د نوې مرحلې د پيل لپاره د افغان دولت پلاوی د جنورۍ په پنځمه قطر ته رسیدلی او چهارشنبه ماښام یې له طالبانو سره لومړنۍ ناسته کړې.

دوی مخکیني دور خبرو کې چې شاوخوا درې میاشتې یې دوام وکړ د خبرو په کړنلاره له ډېرو لانجو او ناندریو وروسته موافقې ته ورسېدل او خپلې غوښتنې یې یو بل ته وسپارلې.

د افغان حکومت له خوا اوربند او د لاسته راوړنو خوندیتوب طالبانو ته د ورسپارل شویو غوښتنو لومړیتوبونه بلل شوي.

هاخوا د اووه زره طالب بندیانو خلاصون د طالبانو د اجنډا یوه مهمه موضوع جوړوي.