کندهار کې جګړه ځپلو بې ځایه شوېو سره مرسته او د بشري ناورین امکان

ارشیف، په هېواد کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

شااوخوا ۱۷ زره کورنۍ د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي، له دې ډلې شااوخوا اووه زره کورنۍ کندهار ښار ته کډه شوي او نورې په همدې ولسوالۍ کې دننه خوندي سیمو ته تللې دي.

دوست محمدنایاب تېرماښام له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې دا څرګندونې وکړې: "لومړني مالومات ښيي چې د کندهار ښار بېلابېلو ناحیو ته د ارغنداب، میوند، ژېړۍ، پنجوايي او نورو ولسوالیو څخه د اوو زرو په شااوخوا کې کورنۍ بې ځایه شوي دي. همدا راز په دې ولسوالیو کې دننه بیا تر لس زرو پورې کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي."

ښاغلی نایاب زیاتوي چې د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو د چارو ریاست تر دې دمه له شااوخوا ۲۲۰۰ کورنیو سره مرستې کړي دي.

د کندهار چارواکي وايي، له شااوخوا ۲۲۰۰ کورنیو سره مرستې شوي

نوموړی زیاتوي چې ټولو بې ځایه شوېو کورنیو ته د مرستو د رسولو لپاره د دوی سروې ګانې روانې دي.

نایاب وايي، د مرستو په دې بستو کې معیاري خواړه، نغدې پیسې او همدا راز د خېمو په څېر غیر خوراکي مواد شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې د کندهار ښار په یوولس ګونو ناحیو کې دا مرستې نړیوالې مرستندویې موسسې رسوي، خو په ولسوالیو کې بیا حکومت، د پېښو پر ضد د مبارزې د ادارې په چوکاټ کې له اړو کورنیو سره مرستې کوي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي، دوی له هغو کورنیو سره هم مرسته کوي چې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو ته تللې دي.

د ښاغلي نایاب په وینا دې کورنیو بې ځایه شوېو ته د مرستو په رسولو کې د خوړو د نړیوال سازمان یا ډبلیو اف پي ونډه ډېره مهمه ده.

له بلې خوا د پېښو پر ضد د مبارزې د ادارې رئیس سردار محمد باراني فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د کندهار په ځینو سیمو کې د جګړې د دوام په صورت کې د یوه بشري ناورین احتمال شته. ډېری بې ځایه شوې کورنۍ د ژمي له سړو څخه شکایت لري.

د جګړې د دوام په صورت کې د یوه بشري ناورین احتمال شته

په کندهار او د هېواد په نورو سیمو کې جګړو داسې مهال زور اخېستی چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. د دې خبرو دوهمه مرحله له یوې شل ورځنۍ وقفې وروسته د چهارشنې په ورځ پیل شوه.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد د جوړولو لپاره د اوربند پر اړتیا ټینګار کوي، طالبان وایي چې د سولې په خبرو کې تر اوربند مخکې باید د جګړې پر علت بحث وشي.

تردې دمه د دواړو خواوو دریځونه ډېر سره لېرې ښکاري، نو ځکه اټکل کېږي چې د خبرو دا مرحله ښايي ډېره اوږده شي.