روغتیا وزارت: وروستیو څو اونیو کې د کرونا مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوي

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې(د مرغومي ۱۸مه) په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، په وروستیو څو اونیو کې د کرونا ويروس مثبتو پېښو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

ښاغلی مجروح زیاتوي، په ۴۹مه اوونۍ کې د کرونا ویروس ډېری پېښې ثبت، خو اوس چې ۵۳ مه اوونۍ روانه ده دا پېښې کمې شوي دي: "له نېکه مرغه د ۴۹مې اوونۍ څخه تر دې دمه چې ۵۳مه اوونۍ روانه ده، موږ د کرونا ویروس مثبتو پېښو کې د کمښت شاهدان یو، هم ثبت او هم د مثبتو پېښو کچه ټیټه شوې، په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر هم کم شوی."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په وینا، اوس د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶عشاریه ۵ ته رسیدلی په داسې حال کې چې په لومړي څپه کې دا شمېر ۲۹ سلنې ته رسېده.

نوموړی وایي، د روغتونونو ظرفیت لوړېدل، د دې ناروغۍ سره مبارزه کې د روغتیاپالانو د مهارتونو زده کړه، په روغتیایي بنسټونو د خلکو باور هغه څه دي چې وروستیو څو اونیو کې په یاد ویروس د اخته کسانو شمېر کم شي.

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي. عامې روغتيا وزارت وايي چې ۷ تنه مړه او ۴۵۱ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

خو ښاغلی مجروح خلکو ته سپارښتنه کوي چې روغتیایي سپارښتنې پام کې ونیسي، څو په ښه توګه د دوهمې څپې مخه ونیول شي.

خو پوښتنه دلته ده چې:

  • ایا د کرونا ویروس د ازمایښت ظرفیت ټیټ شوی؟
  • یا رښتیا هم یاد ویروس د ورکېدو په حال کې دی؟

د افغان-جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم صالح په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه مرغه د کرونا دوهمې څپې کې د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو دی، دا په دې مانا نه ده چې د ازمایښت ظرفیت ټیټ شوی، بلکې برعکس د کرونا لومړي څپې پرتله د دولتي روغتیایي بنسټونو ترڅنګ خصوصي هم خدمتونه وړاندې کړي چې په پایله کې د کرونا ویروس د ازمایښت ظرفیت لوړ شوی."

د افغان-جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم صالح

په داسې حال کې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کمېدو خبر ورکوي چې د یاد ویروس دوهم ډول تر پاکستان او هند پورې رسیدلی دی، خو یاد وزارت وایي چې خلک باید دې هېوادونو ته تګ راتګ کم کړي.

د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښیې چې په تېره یوه شپه ورځ کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۷ ناروغان مړه او ۱۲۰ نور تازه پرې اخته شوي دي .

په ټوله کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۵۳ زره او ۳۲۷ ته رسېږي.