د ایران د یورانیمو غني کول له اټومي تړونه ښکاره سرغړونه وبلل شوه

د ايران په قم کې د يورانيمو د غني کولو يوه بټۍ. ارشيف

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، چې د ایران له خوا د ۲۰ فیصدي یورانیمو غني کول به د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون څخه ښکاره سرغړونه وي.

اروپايي ټولنې د ایران له خوا د ۲۰ فیصدي یورانیمو د پخولو یا غني کولو پر زیاتولو اندېښنه وښوده او ویې ویل تهران په داسې اقدام سره له هغو ژمنو سرغړونه کوي، چې شپږکاله مخکې یې په اټومي تړون کې کړې وې.

د اروپايي ټولنې ویاند پیټر سټانو پرون دوشنبه (د جنورۍ پر څلورمه) وویل، دوی انتظار کوي چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

پیټر سټانو

ستانو زياته کړه: "که ایراني چارواکي له دغه اعلان سره سم اقدام وکړي، دا به له اټومي تړون څخه د ایران سرغړونه وګڼل شي، چې د اټومي وسلو د پراختیا د منع کولو په برخه کې به ناوړه عواقب ولري."

د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون له مخې ایران د لږو یورانیمو د غني کولو اجازه درلوده، چې خالصوالی یې له درېیو تر پنځو فیصدو ته رسېږي او له هغو په تجارتي اټومي بټیو کې استفاده کېدای شي.

خو له ۲۰ فیصدي یورانیمو په اټومي وسلو کې هم کار اخیستل کېږي، چې همدې موضوع د نړیوالو اندېښنې پارولي دي.

د ایران د دولت ویاند علي ربیعي پرون دوشنبه اعلان وکړ، چې هېواد یې په فردو تاسیساتو کې د ۲۰ فیصدي یورانیمو د غني کولو چارې پیل کړي دي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ترمنځ اټومي تړون د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې لاسلیک شوی و.

ایران د ځینو نړیوالو اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه او د یورانیمو غني کول محدود کړي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون ووت او پر ایران یې بېرته سخت بندیزونه ولګول.

د عکس ښي لور ته ډونالډټرمپ او چپ لور ته جوبایډن

خو اوس د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن چې په څو ورځو کې به لوړه کوي، ویلي، که ایران اصول رعایت کړي، خپل د بالستیک توغندیو پروګرام ختم کړي، د سیمې په نیابتي جګړو کې د افراطي ډلو له ملاتړه لاس واخلي، واشنګټن تیار دی، چې یو وار بیا اټومي تړون ته ستون شي.