نی: د حکومت لپاره د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لومړیتوب نه دی

بسم الله عادل پرون په غور کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.

په غور ولایت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق جنازه په فیروزکوه کې خاورو ته وسپارل شوه.

بسم الله عادل ایماق تېره ورځ په غور ولایت کې په یوه وسله والو برید کې ووژل شو.

۲۸ کلن بسم الله عادل ایماق په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر او بنسټ اېښودونکی و.

نوموړي په جوزجان پوهنتون کې اقتصاد لوستی و، خو زیات علاقه یې له ژورناليزم سره وه او پنځه کاله وړاندې يې په غور ولایت کې د غور غږ راډیو جوړه کړه.

غورغږ راډیو کې د سهار له شپږو بجو د ماسختن تر لسو بجو خپرونې لري، چې ډېری خپرونې یې ښوونيزې او اسلامي دي.

له مرګ وړاندې بسم الله عادل ایماق په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې ورته ګواښونه کېږي، د نوموړي په موټر دوه میاشتې وړاندې په فیروزکوه ښار کې وسله وال برید شوی و او دغه شان یې په کور د لاسي بمونو حمله شوې وه، خو دی له دواړو دې بریدونو روغ ووت.

خو له عادل سره دریم ځل بخت یاري ونه کړه او تېره ورځ په فیروزکوه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

دا په کمه موده کې پنځم افغان خبریال دی چې وژل کېږي، تراوسه چا او کومې وسله والې ډلې د دغه وژنې مسوولیت نه دی منلی.

شاه خوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د طلوع تلویزیون پخوانی وياند یما سیاوش، بيا په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون خبریاله ملاله ميوند او ۱۳ ورځې وړاندې په غزني کې د الجزیرې خبریال رحمت الله نیکزاد ووژل شو.

په پرلپسې ډول د افغان خبریالانو وژل کېدو، افغان خبریالان او د ژونالیستانو د حقونو د خوندیتوب او ملاتړ بنسټونه سخت اندېښمن کړي.

د پژواک خبري اژانس خبریال احمد شعیب حسرت رامنځته شوی ناوړه امنیتي وضعیت د خبریالانو لپاره خطرناک بولي او له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.

هغه وویل: "وروستي امنیتي وضعیت خبریالان ویرولي، د دوی پر وړاندې ستر ګواښ رامنځته شوی،حکومت دې د خبریالانو امنیت خوندي کړي، که وضعیت داسې دوام وکړي، د بیان ازادي به چوپ شي."

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي، د خبریالانو امنیت خوندیتوب د حکومت لپاره لومړیتوب نه دی.

مجيب خلوتګر

خلوتګر وویل: "له بده مرغه حکومت د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي، حکومت ته د خبریالانو امنیت لومړیتوب نه دی، که وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده، چې د بیان ازادي به له منځه ولاړه شي."

د افغان ژورنالستانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي وايي، دا چې حکومت د ژورنالیستانو د وژونکو په نیولو کې پاتې راغلی، نو دوی د درې ورځو لپاره حکومتي خبرونه هم نه خپروي.

هاشمي زياتوي: "د افغانستان د ژورنالیستانو دفاع کمېټه او کابل پریس کلپ، د درې ورځو لپاره دولتي خبرونه تحریم کړي، دا اقدام وروسته له هغې شوی، چې دولت د ژورنالیستانو قاتلین نه دي نیولي."

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د افغانستان مشرانو جرګې دوی ته ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د ژونالیستانو د خوندیتوب لپاره په عمومي غونډه کې ځانګړی بحث ولري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر هم د شنبې په ورځ په یوه خبري ناست کې له کورنیو چارو وزارت وغوښتل، چې د افغان خبریالانو فزیکي امنیت خوندي کړي.

دغه وزارت په کابل کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له دفتر په یو لیک کې وغوښتل، چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره په اړيکه کې د افغان خبریالانو د امنیت په اړه خبرې وکړي.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له ټولو امکاناتو په کار اخیستنې به د خبریالانو او مدني فعالانو امنیت خوندي کړي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل په دې برخه کې له رسنیو او خبریالانو سره نیغ په نیغه په اړیکه کې دي.

طارق ارین

ارين وویل: "د خبریالانو د امنیت په برخه کې مو مخکې له مخکې ځینې اقدامات ترسره کړي، ځینې ګواښونه مو د صفر تر درجې راټیټ کړي، د ځینو خبریالانو پر وړاندې ګواښونه لاهم شته، له هغوی او اړوندو ادارو سره مو معلومات شریک کړي، موږ ته د خبریالانو او مدني فعالانو امنیت مهم دی په دې برخه کې له ټولو امکاناتو کار اخلو."

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم حکومت دېته ورته ژمنې کړي، خو بیا هم لیدل کېږي، خبریالان وژل شوي او ګواښل شوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره په پنځو خطرناکو هېوادونو په ډله کې شامل کړی.