کندهار کې له نږدې ۲۰۰ پوستو د افغان ځواکونو د په شا کېدو په اړه ضد او نقیضې خبرې

ارشیف، کندهار کې افغان ځواکونه

افغان چارواکي له لسګونو امنیتي پوستو د کندهار په ولایت کې د ځواکونو د په شا کېدو په برخه کې ضد او نقیض خبرې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې له یو شمېر پوستو سرتېري په شا شوي دي: "په وروستیو کې یو تعداد پوستې امنیتي ځواکونو خوشې کړې وې، البته کومو کسانو چې غفلت کړی دی او له مؤجه دلیله پرته‌یې پوسته خوشې کړې ده، هغوی مجازات شول، بندیان شول. کومو کسانو چې په جنګ کې یې خپل شهامت ښودلی هغوی د خپلو ارګانونو له‌خوا همدارنګه د جمهوري ریاست له لوري مکافات شوي دي."

رحمت‌الله اندړ

فرانس پرس اژانس تر دې مخکې راپور ورکړی و چې افغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې نږدې ۲۰۰ امنیتي پوستې په وروستیو اوونیو کې طالبانو ته پرېښې دي.

د کندهار والي حیات‌الله حیات دې اژانس ته ویلي دي چې افغان ځواکونه په ژړۍ، میوند، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې له ۱۹۳ پوستو په شا شوي او د دغو سرتېرو قوماندانان د وظیفوي غفلت له امله یا له کارونو ایستل شوي یا هم قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.

حیات‌الله حیات

په ژړۍ ولسوالۍ کې د جان محمد په نوم یوه پولیس فرانس پرس ته ویلي دي چې اکثر پوستې عسکرو پرېښې دي او پرته له دې چې یو ډز وکړي له دې پوستو په شا شوي دي.

بل لور ته د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د پوځیانو د په شا تګ خبره ردوي او په کندهار کې د افغان ځواکونو د پرمختګونو خبره کوي.

ښاغلی امان زیاتوي: "په ژړۍ، ارغنداب او میوند ولسوالیو کې یې دښمن ته درانه تلفات اړولي دي. په سلګونه وسله‌وال یې لږ تر لږه په وروستیو اوونیو کې په دې ولسوالیو کې له‌منځه وړل شوي دي. پراخې سیمې له دوی څخه پاکې شوې دي. زموږ ځواکونه په دې ولسوالیو کې د پرمختګ په حال کې دي، هېڅ پوسته د ملي اردو له لوري خوشې شوې نه‌ده او سرتېرې ترې په شا شوي نه‌دي."

فواد امان

نږدې درې میاشتې وشوې چې په کندهار ولایت کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ پرله‌پسې جګړې روانې دي.