روغتیا وزارت: د فساد په تور له نیول شویو کسانو دې هر اړخیزې څېړنې وشي

آرشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لویې څارنوالۍ غواړي، چې په دغه وزارت کې د فساد په تور له نیول شویو کسانو دې هر اړخیزه څېړنې وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د وزارت رهبرۍ په شفافیت تینګار لري او له لویې څارنوالۍ غواړي، ټول اشخاص چې په عامې روغتیا وزارت کې په فساد کې ښکېل وي ورنه څېړنې وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د وزارت رهبري ژمنه ده.

هغه زياتوي: "لویې څارنوالۍ د ملي امنیت په همکارۍ چې تېره ورځ څو تنه نیولي و، د وزارت رهبرۍ دا کسان د تحقیق لپاره ور معرفي کړي، چې څېړنې ترې وشي، که چېرې په یادو کسانو تورونه ثابت شول، لویه څارنوالۍ حق لري، چې قانوني چلند ورسره وکړي."

بل خوا د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د لویې څارنوالۍ پلاوي له وزیر د هغه د ورور احمد شکران عثماني، د کابل په یو روغتون کې د کارکوونکي کاوه سرمست زاده، د وزارت د مالی سلاکار فرامرز حمیدي او فریدون سلطاني نه د څېړنو غوښتنه کړې، چې دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې وزارت له فساد سره د مبارزې او همداشان د قانون په پلي کېدو کې هیڅ ډول خپلوي نه مني.

د افغانستان لویې څارنوالی ویلي و، چې د عامې روغیتا وزارت د کارکونکو د اطلاع او شکایت له مخې یې وړمه ورځ په دغه وزارت کې څلورتنه د رشوت د غوښتنې په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې تورن کسان په توفق کې دي او دامهال ترې څېړنې روانې دي او لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې دغه قضیه به د قانون په رڼا کې وڅېړي او پایلې به یې ولس سره شریکې کړي.

جمشید رسولي

په ورته وخت کې د دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرت الله حقپال دا له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه اقدام بولي او د جرم ثابتېدو په صورت کې د لازمې جزا غوښتنه کوي.

حقپال وويل: "د فساد د مخنیوي لپاره یو ښه اقدام دی، که تور ثابت شو، باید لازمه جزا ورکړل شي او باید دا بهیر چټک شي، له دې سره په خوا کې باید د فساد اساسي جرړې وایستل شي، که کوټلي اقدامات ونه شي، ولس به هره ورځ کړېږي."

دا په داسې حال کې ده چې لویه څارنوالي وايي، درې ورځې وړاندې یې د فاریاب، سرپل او خوست ولایت درې سناتوران په حیرتان بندر کې د ۴۰۰۰۰ زره ډالرو بډو اخیستنې په تور نیول شوي دي.