ایران ته تر راتلونکو دریو میاشتو د "کوېډ١٩" ضد واکسین رسېږي

آرشیف

د ایران د هلال احمر ټولنه وايي، هېواد ته به یې په راتلونکو درو میاشتو کې د کرونا ويروس ضد واکسین ورسېږي.

دا واکسین د امریکا فایزر او د جرمني بیو این ټیک شرکتونو جوړ کړی دی.

ایران، چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې له کرونا تر ټولو بد زیانمن شوی، تر راتلونکو شلو ورځو پورې به د کرونا ویروس پر ضد واکسین ترلاسه کړي.

د ایران د هلال احمر رييس کریم همتي وايي، په امریکا کې به یو شمېر خیرغوښتونکي تر ۱۵۰ زره ډوزه واکسین ایران ته ورکړي.

همتي د دوشنبې په ورځ نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ته وویل، د روغتیا د وزارت له سپارښتنې سره سم به پرېکړه وکړي چې وارد شوي واکسین لومړی چا ته ورکړي.

تر دې وړاندې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ایران د هلال احمر رييس ویلي و، چې د ده تر مشرۍ لاندې اداره له چین څخه د کورونا پر ضد یو میلیون ډوزه واکسین رانیسي.

تېره اوونۍ د ایران مرکزي بانک وویل، چې له امریکايي چارواکو څخه د کرونا ویروس واکسین د رانیولو لپاره یې د روغتیا د نړیوالې ادارې تر مشرۍ لاندې د کوواکس د متحدانو تایید ترلاسه کړی دی.

ایراني چارواکو پخوا ویلي و، چې د امریکا د بندیزونو له کبله د واکسین د پېرلو لپاره کوواکس ته پیسې نه شي ورکولی.

له کوواکس څخه د واکسین د رانیولو لپاره د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو نومونه ثبت کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ م کال د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اتومي موافقې ووت او پر دغه هیواد یې سخت بندیزونه ولګول.

ډونالډ ټرمپ

د درملو په شمول بشري مرستې د امریکا په بندیزونو کې استثنا ګرځول شوي خو له ایراني بانکونو سره د بهرنیو بانکونو د معاملو محدودیت د پیسو انتقال له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ایران د منځني ختیځ په هیوادونو کې د کرونا وبا له کبله تریخ حالت تجربه کړی.

د رسمي شمېرنو پر اساس، تر یو میلیون او ۲ لکه ډېر ایرانیان په کووید نولس اخته شوي او د هغو له منځه نژدې ۵۵ زره مړه شوي دي.

خو روغتیايي چارواکي وايي، چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته شویو او ورڅخه د مړو شویو شمېر ښايي د هغه څه دوه برابره وي چې د دغه هېواد حکومت یې اعلانوي.