راشد خان د لسیزې غوره ۲۰ اوریزه لوبډله کې اخیستل شوی

راشد خان

افغان راشد خان د ۲۰ اوریزه سیالیو په غوره لوبډله کې اخیستل شوی دی.

تازه د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې یوې لسیزې د ټسټ، ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لوبډلې اعلان کړې دي.

خان په تېرو څو کلونو کې د ۲۰ اوریزه سیالیو تکړه لوبغاړی پاتې شوی دی.

راشد خان پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "ستاسو د دعاوو او تشویق له برکته زه د افغانستان په استازیتوب د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه ویاړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې راتونکي کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دعاو او ملاتړ څخه مننه."

د افغانستان د کرکټ یو شمېر مینه‌وال وايي چې راشد خان په تېره یوه لسیزه کې په ۲۰ اوریزه سیالیو کې ښه وړتیا ښودلې او حق لري چې د نړۍ په غوره لوبډله کې ځای ورکړل شي.

د کرکټ څارونکي قسیم هلال ازادي راډيو ته وویل: "ګڼ افغان ځوانان هم د راشد خان په څېر وړتیاوې لري، خو چې چانس ورکول شي، زه باور لرم چې د راشد دا لاسته راوړنه به د نورو ځوانانو د هڅولو لپاره ډېره مهمه وي."

د تېرې یوې لسیزې د ۲۰ اورونو د دې غوره لوبډلې لوبډلمشرد هندوستان لوبغاړی اېم اېس ډهوني ټاکل شوی.

روهېت شرما، کرېس ګېل، ارون فېنچ، ویرات کوهلي، اې بي‌ ډېویلیرز، ګلین مکسویل، کېرن پولارډ، راشد خان، جسپریت بومرا او لیست ملېنګا د دې غوره لوبډلې نور لوبغاړي دي.

راشد د افغانستان لوبډلې پیاوړی کرار توپ اچوونکی بلل کېږي، دې تر دې دمه د افغانستان لپاره په څلور ټسټ، ۷۱ پنځوس اوریزه او ۴۸ شل اوریزه سیالیو کې ۲۳۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.

نوموړی دغه شان د نړۍ په مشهورو کرکټ لیګونو کې هم لوبېدلی چې ښې لاسته راوړنې يې درلودې.