د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د کرکټ ۴ افغان لوبغاړي 'بېګ باش' کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته لاړل


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کرکټ څلور ملي لوبغاړي په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته ولاړل.

محمد نبي پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې له ځوانانو سره بېګ باش یا د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ ته روان شو.

محمد نبي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته تللي.

تر دې مخکې راشد خان د هند د کرکټ له غوره لیګ څخه مستقیماً د بېګ باش سیالیو لپاره اسټرالیا ته تللی دی.

د اسټرالیا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو غوره لیګ بېګ باش د ډسمبر له لسمې پيلیږي.

XS
SM
MD
LG