د ډسمبر ۲۲مه د لنډمهالي حکومت د کار له پیل سره برابره ده

پخوانى افغان ولسمشر حامد کرزی

د ډسمبر۲۲مه په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالي یا موقت حکومت د کار له پیل سره برابره ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پر رژیم د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو برید او د دې ډلې د حکومت له پرځېدو وروسته، افغانستان د تاریخ یو نوي پړاو ته دننه شو.

د افغانستان یو شمېر سیاسي او پوځي مشران هغه مهال د المان په بن کې سره راټول شول او د یوه لنډمهالي حکومت یا موقت حکومت د جوړېدو په اړه یې خبرې پیل کړې.

بالاخره د یوې هوکړې پر بنسټ، حامد کرزی د دغه حکومت مشر وټاکل شو.

ښاغلي کرزي د ۱۳۸۰ لمریز کال په جدي میاشت کې له برهان الدین رباني څخه چې د مجاهدینو د دولت مشر و، حکومتي چارې په لاس کې واخیستې.

د سرحدونو او قبایلو په چارو کې د حامد کرزي پخوانی سلاکار شهزاده مسعود لنډمهالی حکومت له لاسته راوړنو ډک بولي.

شهزاده مسعود

هغه وویل: "زما په اند، هغه مهال چې د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالی حکومت جوړ شو، افغانستان هغه مهال هیڅ هم نه درلودل. موږ د سیاسي نظام خاوندان شو. زموږ ملي بیرغ په ټوله نړۍ کې پورته شو. له ټولو مهمه بیا دا چې حامد کرزی وتوانېد د یوه چتر لاندې ملي یووالی وساتي، خو دې حکومت ستونزې هم درلودې."

خو پر ښاغلي کرزي نیوکې هم شته.

صفیه صدیقي چې له هماغه مهال چارې څاري وايي، د حامد کرزي د لنډمهالي یا موقت حکومت پر مهال ناامني پراخه شوه.

صفيه صديقي

هغه وايي: "موقت حکومت د دې لپاره جوړ شو چې وشي کولای د افغانستان خلک په یوه ټغر سره راټول کړي، څو ژوند یې ارام او ښه شي. خو د همدې ډلو سره یو ځای کېدل د دې لامل شول چې افغانستان له پرمختګ پاتې شي او ورو، ورو بېرته شا تګ وکړي."

ښاغلی کرزی له لنډمهالي یا موقت حکومت سربېره، د انتقالي او د دوو پنځه کلنو دورو لپاره د افغانستان ولسمشر و.

په ښوونیز، روغتیا، بشر حقونو، بیان ازادۍ او په ځانګړي ډول مطبوعاتو، بیا رغونې او اقتصادي برخه کې یو شمېر داسې کارونه شوي چې د حامد کرزي د واکمنۍ له مهمو لاس‌ته راوړنو ګڼل کېږي.

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال افغانستان وتوانېد چې د نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې بیا ورغوي او دغه شان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر نږدې درې نیم لکو ته لوړ شو.

که څه هم د امریکا په مشړۍ نړیوالې ټولنې د افغانستان په بیا رغونې او نظامي برخه کې میلیارډونه ډالر لګښت وکړ، خو نیوکه شته چې ډېرې پیسې د زېربنايي پروژو پر ځای شخصي جېبونوته ولاړې او تر دې چې افغانستان د نړۍ په کچه لومړی فاسد هېواد وبلل شو.

ښاغلي کرزي د دې ستونزې د حل لپاره له فساد سره د مبارزې څو مهمې ادارې جوړې کړې، خو دې کارونو پایله نه درلوده.

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له فساد سره د مبارزې عالي ادارې رییس حسین فخري وايي، له فساد سره مبارزې سیاسي او نمایشي رنګ خپل کړ.

فخري وويل: "له فساد سره د مبارزې په برخه کې اصلي خنډ زورواکي او یو شمېر کړۍ وې. دوی په لوړ پوسټونو کار کاوه او د دې خنډ ګرځېدل چې له فساد سره مبارزه وشي. له همدې کبله دې کار سیاسي او ټاکنیز رنګ خپل کړ."

ښاغلی فخري زیاتوي، له اداري فساد سره مبارزې د حکومت سیاسي ملاتړ نه درلود او پوره امکانات هم نه ورکول کېدل.

له ادارې فساد سره له ټکنۍ مبارزې سربېره، د سولې بې‌پایلې هڅې، اقتصادي بې‌ثباتي، د نشه‌یې توکو کښت او قاچاق او د یوه بریالي بهرني سیاست نه‌شتون هغه ټکي دي چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په ټولو دورو کې منتقدین ګوته ورته نیسي.

په ټولنه کې هم د حامد کرزي د محبوبیت او د نیوکو ګراف له یوه او بله کم نه دی.

ذبیح‌الله د ښاغلي کرزي د لنډمهالي حکومت په اړه وايي: "د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ارامي وه، سړکونه جوړ شول، ابادۍ زیاتې وشوې، ټول لومړی الله او بیا کرزي وکړل."

دغه راز محمد حضرت وايي: "د کرزي دوره، د فساد دوره وه، ډېرې پیسې هېواد ته راغلې، مګر ټولې چور شوې او شخصي جېبونو ته ولاړې."
د حامد کرزي له ۱۳ کلنې دورې وروسته، محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت په جوړولو سره د قدرت واګي تر لاسه کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د واک له تر لاسه کولو وروسته، ولسمشر غني وویل، یو فاسد دولت ورته په میراث پاتې دی او هڅه کوي چې کنټرول يې کړي.