کابل کې د سینماګانو وضعیت؛ "په ورځني ډول ورته تر ۳۰ نندارچیان راځي"

آرشیف، په اریانا سینما کې د فلم نندارچیان

یو شمېر سینمايي ستوري په کابل کې د فعالو سینماګانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

  • اریانا سینما

اریانا سینما په کابل کې له یوې فعاله سینماګانو ده چې د مسوولانو له قوله یې په ورځني ډول ورته تر ۳۰ لیدونکو راځي.

اریانا سینما، د هېواد په پلازمېنه کابل کې د پنځه میلیوني وګړیو لپاره یوازینۍ فعاله سینما ده، چېرته چې موسیقي او هنر شته، خو لیدونکي نه‌شته.

وړاندې د دې او په پلازمېنه کابل کې د نورو سینماګانو بازار خورا ګرم و، خو اوس یې دېوالونه د کم‌رنګي او فضا یې د چوپتیا شاهدي ورکوي.

په اریانا سینما کې په ورځني ډول درې ځله فلم نندارې ته وړاندې کېږي، خو د مسوولانو له قوله یې، لیدونکي یې له ۳۰ تنو زیات نه وي.

د دې سینما یو کارکوونکی عبدالمالک وايي: "امنیتي ستونزې، کرونا وبا او بې کاري هغه درې علتونه دي چې زموږ لیدونکي یې کم کړي دي. په هر ځل کې زموږ لیدونکي، ۹ تر ۱۰ تنه وي او اوس‌مهال سینما له سقوط سره مخ ده. "

څو تنه محدود لیدونکي چې هغه هم د یوه هندي فلم لیدو ته راغلي، زموږ د کېمرې په لیدو له سینما وځي او خبرو ته هم نه حاضرېږي.

کېدای شي دا په ټولنه کې د سینما د نوم په اړه د غلط تعبیر اخېستو یوه پایله وي، خو د اریانا سینما تخنیکي کارکوونکی رحمت الله بیا سینما له پوهنتون او ښوونځي سره تشبیه کوي.

ارشیف، په اریانا سینما کې یو شمېر نندارچیان لیدل کیږي

دی وايي: "سینما د پوهنتون او ښوونځي په څېر ده چې خلکو ښه زده‌کړه ورکوي، سینما ښه ځای دی."

ټول هغه اعلانات یا پوسټرونه چې د دې سینما تر مخه لګېدلي، د بهرنیو فلمونو دي.

دا ښيي چې افغاني فلمونه چندان بازار نه‌لري، خو یو افغان فلم جوړونکی تلاش بیا وايي، ډېری فلمونه چې افغان لوبغاړي یې جوړوي، داستاني دي او پر سینما د ښودو وړ نه دي: "په افغانستان د یو لوی داستان په اړه جوړ شوی فلم نه‌شته چې وشي کولای د افغانستان د سینما پر پرده وښودل شي. هغه چې زموږ فلم جوړونکي یې جوړوي، لنډ داستاني فلمونه دي. دا فلمونه په ډېرو کمو پیسو جوړ شوي چې په سینما د ښودو نه دي. سینما په لوړ معیار او د اوږده وخت فلمونو ته اړتیا ده. "

  • سینمای پامیر

سینمای پامیر د کابل ښار یوه بله مشهوره سینما ده، خو دلته بیا د فلم د خپرېدو او نندارې هېڅ څرک نه‌‌شته.

اوس د دې سینما دروازې د خلکو پرمخ تړلي دي.

د کابل د ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا بیا وايي، په کابل کې له څلورو شته‌وو سینماګانو، یوازې د اریانا سینما فعاله ده.

دی وايي:" په کابل ښار کې څلور سینماګانې دي چېرې درې یې غیر فعالې او یوازې یوه یې چې اریانا سینما ده فعاله ده. پارک، خیرخانه او بهزاد سینماوې غیرفعالې دي. خو له دې سره په خوا کې درې خصوصي سینماګانې په کابل کې فعالیت کوي."

په کابل کې د اریو سینما

په کابل کې د محدوه فعالو سینماګانو له ډلې یې یوه د پارک په نوم وه چې موده وړاندې حکومت ونړوله او ویې ویل، پر ځای به یې یو فرهنګي مرکز ورغوي، خو له سینما پرته په افغانستان کې د فلمونو تولید او پلور یې هم چندان ګرم بازار نه وي.

دلته ډېری بهرني په ځانګړي هندي فلمونه ګوري.

هغه فلمونه چې افغان فلم جوړونکي یې تولیدوي، یوازې نمانځ‌غونډو یا هم جشنونو ته لار پیدا کوي، خو لکه د نورې نړۍ د سینما پر پرده یې د ښودو لېوالتیا کمه ده.

د هرات د ښځو فلم نړیوال جشن هرکال په افغانستان کې د هنري فعالیتونو په ځانګړي ډول د سینما یا هم فلم جوړونې لپاره یو چانس وي چې خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، خو په دې جشن کې هم تر ډېره د دې فلمونو لیدونکي هم تر ډېره د هېواد تحصیل لرونکی قشر او یا هم هنرمندان وي.

راپور: فریبا آرام