بې برخلیکه بهرني کډوال؛ افغانستان د بهرنيو پناه غوښتونکو د منلو قانون نه لري

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې دی چې وګړي يې په نورو هېوادونو کې ډېر دي. نا امني، فقر او د ژوند خراب وضعیت هغه لاملونه یاد شوي چې میلیونونه افغانان یې د افغانستان پرېښودو ته اړ کړي دي.

خو داسې بهرني کډوال هم شته چې د خپل ژوند د بقا لپاره یې په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې.

سوګند حسیني له ایرانه افغانستان ته راغلې، ۳۵ کلنه حسیني د کابل ښار په یوه څنډه سینګار خونه لري، نوموړې۱۷ کلنه وه چې افغانستان ته کډواله شوې ده.

دی وايي: "موږ د اتلسو کالو راهیسې دلته یو. زه پنځه اولادونه لرم. زما مېړه په ایران کې زما د خواښې سره دی، زما پلار ، مور یو ورور او دوه خویندې دي."

اغلې حسینې په دومره موده کې له هېڅ قانوني ملاتړه نه ده برخمنه، ان تر دې چې اړوندو ادارو هم ورسره په دې برخه همکاري نه ده کړې.

دا یوازې سوګند حسیني نه ده چې په افغانستان کې یې پناه اخېستې، بلکې د دې په څېر سلګونه نور بهرني پناه غوښتونکي هم شته.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر'یو.اېن. اېچ. سي. ار 'چارواکي وايي، بهرني وګړي حق لري پناه غوښتنه وکړي او دا دفتر د دوی قضیې څیړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ,ویاند نادر فرهاد

د دې سازمان ویاند نادر فرهاد وايي، هغه کسان چې د کډوال په توګه منل شوي دي مالي او قانوني ملاتړ ترلاسه کوي: "په افغانستان کې شااوخوا ۴۰۰بهرني کډوال شته چې ځینې یې د پناه غوښتونکي په توګه او ځیني د کډوالو په توګه ژوند کوي، کله چې موږ د کډوالو خبره کوو، نو د دې معنا دا ده چې د دوی قضیې وروستۍ شوي او دوی دلته د کډوالو په توګه ژوند کوي."

له نورو هېوادونو راغلي وګړي د ایران، پاکستان، عراق ، ازبکستان او تاجیکستان دي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند کوي.

که څه هم ښاغلی فرهاد وايي چې 'یو. اېن. اېچ. سي. ار' په افغانستان کې د دغه پناه غوښتونکو ملاتړ کوي ، خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې دغه هېواد د بهرنیو پناه غوښتونکو منلو لپاره هېڅ قانون نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه افغانستان د پناه غوښتنې قانون نه لري. دوی د تاجیکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه کډوال دي. ځکه چې افغانستان د پناه غوښتنې قانون نه لري ، نو دوی په دې اړه هېڅ نشي کولی."

د ښاغلي انصاري په خبره ، دې وزارت د پناه غوښتنې قانون طرحه جوړه کړې او عدلیې وزارت ته يې استولې ده.

خو هغه کوم لاملونه دي چې د نورو هېوادونو وګړي په افغانستان کې د پناه غوښتنه کوي په داسې حال کې چې دغه هېواد په خپله میلیونونه کډوال په نورو هېوادونو کې لري؟

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پخوانی وزير عالمي بلخي وايي: " هغه عوامل چې د پناه اخېستنې لامل کېږي وېره، سياسي فشارونه، په سياسي احزابو کې غړيتوب او له مذهبي اړخه له يو شمېر ډلو ټپلو سره اړيکي."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پخوانی وزير عالمي بلخي

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ډسمبر ۱۸ مه د کډوالۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

افغانستان د نړۍ په شااوخوا ۷۰ هېوادونو کې ۶.۵ میلیونه کډوال لري چې له ډلې يې نیم میلیون په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.

هغه پناه غوښتونکي چې افغانستان ته راغلي دي وايي، يو داسې هېواد چې په نورو هېوادونو کې ډېر پناه غوښتونکي لري او غواړي چې خپل وګړي يې په نورور هېوادنو کې ومنل شي نو تمه کېږي چې د بهرني پناه غوښتونکو د ساتنې لپاره خپله هم قانون ولري، خو دا لا معلومه نه ده چې د دوی دغه هيله به کله په واقیعت بدليږي؟