اشرف غني: د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ زیانمن هېواد دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.

ښاغلي غني دا خبره نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون په اړه انلاین ناستې ته کړې ده.

ده زیاته کړې: "د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی. زموږ په هېواد کې د وچکالۍ څرخ په پام وړ ډول رالنډ شوی او په ۳۳ کلونو کې له یو ځل څخه په پنځو کلونو کې یو ځل ته راکم شوی دی. اوسمهال زموږ په هېواد کې موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د مرګونو سېلابونو او ځمکو وړلو لامل کېږي."

ښاغلي غني د اقلیمي بدلون په اړه دې نړیوالې ناستې ته چې د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شوې دا هم وویل چې افغانستان د پاکې انرژۍ د تولید او زرغون صنعت د ایجاد لپاره لوی ظرفیت لري.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د لمر، اوبو او باد پریمانه منابع لري چې د سالم مدیریت په پایله کې د (درې سوه زره) مېګا واټه برېښنا د تولید مجموعي ظرفیت لري.

د اقلیمي بدلون په اړه انلاین غونډه د سکاټلند په کوربه توب د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړه شوې ده.