سبا دوشنبه امریکا کې د کرونا ضد واکسین ویش او تطبیق پیلېږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په امریکا کې سر له سبا (دوشنبې، د لېندۍ ۲۴مه) د کرونا ضد واکسین ویش او تطبیق پیلېږي.

دا د فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسین دی چې موثریت یې څه باندې نوي په سلو کې ثابت شوی دی.

چارواکو دغلته وړاندوینه کړې چې په پراخه کچه د واکسین په لیږد را لېږد کې به له لوجستیکی ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کرونا د ځانګړې کمېټې مسوول جنرال ګوستاو پرنا وایي، په لومړي پړاو کې به د کرونا واکسین ۲ میلیونه او ۹ لکه روغتیايي کارکوونکو او زړو ته ورکړل شي.

ده په عین حال کې وویل چې راتلونکو میاشتو کې له چمتووالي سره- سره د ۳۳۰ میلیون ډوزه واکسین د وېش او تزریق چارې له لوژستیکي ستونزو سره مخامخ دي.

پرنا پرون د دسمبر په ۱۲مه وویل، د واکسین ویش لا له وړاندې پیل شوی او د همدې واکسین د تولید په کارځای کې بسته بندي روانه ده.

واکسین به نن(یکشنبه، د لېندۍ ۲۳مه) سهار د لوژستیکي کمپنیو له خوا د ویش مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به روغتونونو او نورو روغتیایي مرکزونو ته.

د فایزر او بیو این ټیک د کمپنیو د واکسین یوه ځانګړتیا چې په پراخه پیمانه د دغه واکسین توزیع له مشکل سره مخامخوي، دا ده چې باید منفي ۷۰ درجې سوړ وساتل شي.

د فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسین دی چې موثریت یې څه باندې نوي په سلو کې ثابت شوی دی.

د امریکا د درملو او خوراکي موادو ادارې د جمعې په ورځ دې واکسین ته د استفادې جواز ورکړ.

روغتیایي چارواکو ویلي، تر راتلونکي پسرلي پورې به د فایزر بیو ان تیک کمپنۍ واکسین په پراخه کچه د لاس رسي وړ وي.

امریکا کې د کرونا ضد واکسین تطبیق داسې مهال پیلېږي چې دغه هېواد کې د ویروس خپرېدل چټک شوي دي.

تېره یوه اوونۍ کې په اوسط ډول هره ورځ دوه لکه او لس زره کسان په دې ویروس اخته شوي او تراوسه په متحده ایالاتو کې نژدې درې لکه کسان په کویډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
پر امریکا سربېره اروپا کې هم د کرونا ویروس خپرېدل چټک شوي دي او دغلته یو شمېر هېوادونه د کریسمس جشن په درشل کې د ویروس د دویمې څپې د کنټرول هڅې کوي.

په اروپا کې پرون ایټالیا د کویډ ۱۹ ناروغۍ د مړینې له پلوه له بریتانیا مخکې شوه.

د ایټالیا چارواکي وایي، دوی اندیښمن دي چې د کریسمس جشن پر مهال به د ویروس څپه نوره هم ځپونکې شي.

د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، دوی اندیښمن دي چې د کریسمس جشن پر مهال به د ویروس څپه نوره هم ځپونکې شي.

ایټالیا کې پرون پر کویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر ۶۴۰۳۶ تنو ته ورسېد، بریتانیا کې بیا دمړینې دا شمېره ۶۴۰۲۶ ده.

تمه ده نن د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل او شپاړلس والیان له نوې اوونۍ د بندیزونو د سختېدو خبر ورکړي.

جرمني کې له شپږو اونیو را په دې خوا یوه اندازه بندیزونه لګیدلي، خو ځینې سیمو کې له وړاندې بندیزونه سخت شوي دي.

اروپا کې پېښې داسې مهال په زیاتېدو دي چې ټاکل شوې دغې لویه وچه کې د فایزر بیوان ټیک کمپنۍ واکسین د همدې دیسمبر میاشتې په ۲۷مه د تطبیق اجازه ترلاسه کړي.