د نړۍ له هېوادونو د ملګرو ملتونو عمومي منشي غوښتنه: د اقلیم بېړنی حالت اعلان کړئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم بېړنی حالت اعلان کړي.

انتونیو ګوترش دا څرګندونې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس هوکړې د پنځمې کلیزې په مناسبت یو ورځنۍ غونډې ته وکړې.

د اقلیم لپاره راتلونکي اهداف په نوم دا غونډه پرون شنبه په انلاین ډول ترسره شوه.

ښاغلي ګوترش ټینګار وکړ چې بېړنی حالت باید تر هغو وساتل شي چې د کاربن ګازو په کچه کې تعادل رامنځته شي.

د کاربن ګاز

دا په دې معنی چې ګلخانه‌یي یا شنه کوریز ګازونه د ځمکې اتموسفیر ته ډېر راونه‌لېږل شي.

کنفرانس د اقلیم په اړه د پاریس تړون د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و.

۵ کاله مخکې د نړۍ هېوادونو د دغه تړون له مخې ژمنه وکړه چې د ځمکې تودوخه به د سانتي ګراد ۱،۵ درجو پورې محدوده ساتي.

انتونیو ګوترش وویل، دا ژمنې دې برخه کې هدف ته د رسېدو لپاره کافي نه‌دي او په خبره‌یې یو شمېر هېوادونو دا هڅې له پامه غورځولې دي.

ګوترش خبرداری ورکړ، که نړیواله ټولنه دا لاره بدله نه‌کړي، د ځمکې کره به په خطرناک ډول د تودېدو له ګواښ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان

د ګوترش په خبره، د نړۍ ۳۸ هېوادونو د اقلیم بېړنی حالت اعلان کړی او ده غوښتنه وکړه چې نور هېوادونه هم باید دا لاره خپله کړي.

اروپایي ټولنې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې دا لاره تعقیب کړه او ټولو ۲۷ هېوادونو یې بېړنی حالت اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل، دغو هڅو تر اوسه یوازې سمبولیکه بڼه درلودلې.

د اقلیم په اړه پرونی کنفرانس د ملګرو ملتونو، بریتانیا او فرانسې په ګډ کوربه‌توب او د چيلي او ایتالیا په ګډون ترسره شو.

کنفرانس کې د نړۍ ډېرو مشرانو برخه اخیستې وه، خو یوازې هغو په‌کې خبرې وکړې چې د اقلیم په چارو کې یې تګلارې جوړې کړي او لاسته راوړنې لري.

ډونالد ټرمپ

د اقلیم په اړه د پاریس تړون ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو، خو امریکا هغه مهال له دې تړونه ووتله چې کله ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد.

اوس د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې د کار په لومړۍ ورځ به بېرته امریکا دغه تړون کې ښکېله کړي.