ويسا: خلک دې هدفي وژنې جدي ونيسي

ملاله ميوند

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ويسا

ویسا ورځپاڼې په دې وروستیو کې د خبریالانو هدفي وژنو زیاتېدو او د عاملینو د نیولو په تړاو سرلېکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې کابل او ولایتونو کې د خبریالانو، سیاسي فعالانو، د فکر خاوندانو او علماؤ هدفي وژنو ته اشاره شوې لیکل شوي چې، دغه ناوړه لړۍ له څو کلونو راهیسې پیل شوې او له افغانانو یې ډېر ښه کدرونه اخیستي دي.

لیکوال لیکلي، اوس چې افغانستان د سولې پروسې له پیل کېدو سره د خپل برخلیک ټاکلو په پړاو کې دي، د داسې هدفي وژنو زیاتېدل، په تېره چې یا یې مسئولیت څوک په غاړه نه اخلي او یا د «داعش» له مبهم ادرس څخه یې پړه منل کېږي زموږ د راتلونکي په هکله زیاتې پوښتنې ذهن ته راوړي.

ويسا ورځپاڼې پر خلکو غږ کړی، چې د خبریالانو، سیاسي او مدني فعالانو او دیني علماؤ هدفي وژنې جدي ونیسي او پوښتنه یې وکړي، که نه نو د ورځپاڼې په باور په دې برخه کې غفلت به نه جبرانېدونکي عواقب لري.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله کې د خبریالانو د وژنو د مخنیوي موضوع ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو د وژلو نوې څپه پیل شوې چې د رسنیو د کارکوونکو په منځ کې یو ډول وحشت خپور کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د حکومت یو شعار د بیان ازادۍ خوندیتوب او د رسنیو پیاوړتیا ده خو په وینا یې، په عمل کې په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.

ورځپاڼې پر حکومت غږ کړی، که د دغو هدفي وژنو مخه ونه نیسي لرې نه ده چې د بیان ازادۍ دغه څو کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هرات خواف رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان د نښلولو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، په پام کې ده چې دغه پټلۍ له هراته تر مزاره وغځول شي او له هغه ځايه بيا د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لارې له نورې نړۍ سره وصل شي.

هېواد لیکي، د هرات ـ خواف رېللاره به په اسانۍ سره د افغانستان توکي لومړی ايران او بيا له ايرانه ترکيې او له هغه ځايه اروپا ته په لنډه، ارزانه او اسانه لاره ورسولی شي.

د ورځپاڼې په وینا، دا نه يوازې د افغانستان، بلکې د ايران، سيمې او نړۍ لپاره مهم اقتصادي پرمختګ دی او په دې سره د افغانستان له لارې د سيمې د وصل ټکی نور هم وځلېد.