د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه

د ملي مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې لومړۍ غونډې انځور

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

د ملي مصالحې عالي شورا له جوړېدو څه باندې اوه میاشتې کېږي خو نن یې د مشرتابه کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې اکثرو افغان پېژندل شویو سیاسي څېرو په کې ګډون درلود.

جمهور رییس محمد اشرف غني ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل، طالبانو سره مذاکرات دویم پړاو ته رسېدلي او د افغان دولت د سولې مذاکراتي پلاوي ته له دې وروسته د زیاتو مشورو اړتیا ده.

ولسمشر غني

هغه زياتوي: "مذاکرات دویم پړاو ته رسېدلي، لومړي پړاو وښودله چې کار اسانه نه وو خو نتیجې ته ورسېدل، اوس چې دویم پړاو ته ځي، د مشورو اړتیا به هره اونۍ زیاتېږي او څنګه چې په دقت او تدبیر چې مخته لاړو باید نور هم مخته لاړ شو، شرایط باید تعلیق شي، د شرایطو بدلون دوامداره دی او په یو متحول حالت کې موږ باید زیات دقت وکړو چې تېروتنه ونه کړو."

ښاغلي غني وویل، د سولې لپاره هدف واضح دی خو د لارې په نقشه باید سره یوې پایلې ته ورسېږو.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بیا ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي اراده رامنځته شوې او په خبره یې اوس یوازې په هېواد دننه د دغې بهیر د مخته وړولو لپاره د نظرونه یوالي ته اړتیا ده.

عبدالله عبدالله

هغه وايي: "د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي اراده رامنځته شوې، نو له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له هغو چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اوسېږي غواړم چې په دغه بهیر کې خپل اساسي او کلیدي ونډه په جدي او بشپړه توګه ولوبوي، سوله تېر ته د ګرځېدو په معنا نه ده، د هغې سولې د ټينګښت لپاره هڅې کوو چې د افغانستان د خلکو ټول قشرونه په کې ځان ګټونکي احساس کړي او ټول ترې ملاتړ وکړي."

په دغه ناسته کې تر ډېره د افغان سولې اړوند او په هېواد دننه د دغه بهیر د بریالي کېدو په هدف د یو واحد سیاسي نظر په رامنخته کېدو ټينګار وشو.

خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني او د ملي مصالحې عالي شورا ځينو نورو غړو په ناسته کې ګډون نه و کړی.

که څه هم ښاغلي عبدالله عبدالله وویل چې د یو شمېر دغو کسانو کورنو ته ورغلی و او ترې غوښتنه یې وکړه چې دغه ناسته کې ګډون وکړي.

محمد یونس قانوني په دغه ناسته کې له ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله وغوښتل، کوم غړي چې په دې غونډه کې نه شته، هیله ده چې نورو غونډو ته راوبلل وشي.

تر دې وړاندې د دغې شورا د غړیتوب لپاره یو شمېر سیاستوالو مخالفت کړی و چې له دې ډلې یو هم مخکینی ولسمشر حامد کرزی و، خو نوموړي نن په دغه ناسته کې ګډون کړی و او د سولې له روانې پروسې او د افغان دولت له مذاکراتي ټيم یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

هغه زياتوي: "د یو سولې لرونکي، باعزته، خپلواک او حاکمیت لرونکي افغانستان لپاره چې په ورته وخت کې له نړۍ او زموږ له ګاونډیو هېوادونو سره ملګرتیا او نېکې اړیکې ولري، په ټوله معنا له تاسو سره همکار یو."

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم ناستې ته په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د ملي مصالحې عالي شورا دې لا پراخه او د سولې په برخه کې دې لومړی په هېواد دننه د سیاسیتوالو تر منځ یوالي رامنځته شي.

هغه وویل: "راځئ چې لومړی خپل کورنی کتار ټينګ کړو، دولت په خپلو دغو خلکو او دا خلک په خپل دولت ښه ښکاري، په یوازېتوب کې تاسو هم هېڅ یئ او موږ هم، ولس هم د هېڅ په جمع کې مه راولئ، خپل کتار داسې جوړ کړئ چې د کلکو ضربو په وړاندې هم درېدلي شي.

د ملي مصالحې عالي شورا په ترکېب کې ۴۸ کسان غړیتوب لري، خو دا چې په په دغه شورا کې د ښځو شمېر څومره دی، هڅه مو وکړه په دې اړه هم د ملي مصالحې له عالي شورا جزييات تر لاسه کړو خو چا راسره معلومات شريک نه کړل.

دا شورا ۷ مرستیالان لري چې نیم یې د ولسمشر غني او نیم نور هم د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوي دي.