د افغانستان د خال وهنې دود نړۍ ته غځېدلی

آرشیف

د افغانستان خال وهوونکې ښځه

خالونه وهل په افغانستان کې یو لرغونی دود دی خو اوس د خالو یا ټاټو وهلو دود په ټوله نړۍ کې خپور شوی.

سهیلا شاهدي په افغانستان کې د ټاټو د هنرمندې یا خال وهونکې په توګه کار کوي.

سهیلا افغانستان ته تر ستنېدو مخکې په ایران او ترکیه کې د پناه غوښتونکې په توګه وخت تېر کړی.

دا وايي، کله چې پوه شوه په افغانستان کې د ټاټو یا خالونو وهلو ښځینه کارکوونکې نه وې، دې پرېکړه وکړه بېرته هیواد ته ستنه شي او په دې برخه کې کار وکړي.

هغه زياتوي: "ما له هیواده دباندې دا کار نشو کولای خو غوښتل مې په افغانستان کې یې پيل کړم ځکه هلته د ټاټو یا خال وهلو په برخه کې ښځې فعالیت نه لري. زه په دې باور یم چې نه یوازي نارینه بلکه ښځې هم د ټاټو هنرمندانې کېدای شي."

شاهدي وايي، د خال وهلو په برخه کې د ځوانانو لېولتیا مخ پر زیاتېدو ده او نجونې په ټاټو کې ګلان، کمپنۍ يا پرپرکي او زړه ته نیږدې کسانو نومونه خوښوي.

نرګس میرضیايي له دغو نجونو یوه ده.

هغې وويل: "زه له ټاټو سره علاقه لرم او له همدې کبله دلته راغلې یم چې خال ووهم. زما ټاټو د هندي یو توری دی چې مانا یې جرأت دی."

د ټاټو د هنر تر څنګ سهیلا شاهدي د اوږدو بڼو ايښودلو او لاسو پوستکي ته د پاملرنې په برخه کې هم کار کوي.