د دشت ارچي اوسېدونکي: جګړو مو هر څه له منځه وړي

د دشت ارچي کې بې ځایه شوي خلک

د دشت ارچي ولسوالۍ د ګڼو سیمو اوسېدونکي وايي، جګړو یې کورونه او فصلونه سوځولي، مالدارۍ یې له منځه وړې او دکانونه یې په کنډوالو بدل شوي دي.

د پنځوس کلن خان ولي کور په یو داسې سیمه کې دی چې یوې خواته یې وسله وال طالبان او بلې خوا ته یې حکومتي ځواکونه دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د باجوړیو د کلۍ دا اوسېدونکی نیکمرغه دی چې پر کور یې د جګړو پر مهال توغندي لګېدلي، خو د کورنۍ غړیو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو پر دې سربېره یې هغه کور چې په ډېر خوارۍ یې اباد کړۍ په بشپړه توګه په کنډواله بدل شوی دی.

هغه وايي، اوس دومره وس نه لري چې په نړیدلې کور کې د خپلو ماشومانو لپاره یوه کوټه اباده کړي.

نوموړي زياته کړه: "د بازار په پای کې طالبان دي او پورته حکومت دی، خپله په بد وضعیت کې یم هیڅوک مې پوښتنه نه کوي، کور مې اواره دی اوس د بل په کوټونو کې پروت يم، ۱۸ نفرې کورنۍ لرم، زه کوم خوا ته ولاړ شمه،څه خاورې پرسر کړمه."

د دشت ارچي ولسوالۍ د ښار بل اوسېدونکی ۶۰ کلن حبیب الله هم له ورته ستونزې ځوریږي.

هغه چې په څېره یې د بې وزلۍ نښې له ورایه څرګندې دي، وايي جګړو یوازې له ده نه بلکې د سیمې له ټولو خلکو ډېر څه اخیستي.

نوموړي وويل: "له یوې خوا طالبان شول او له بل خوا دولت شو، هاوانونه او توپونه راغلل ډېره خساره یې راته رسولې ده، یوازې زه نه تمام قوم تباه او برباد شوی دی، زیات مالی تاوان موږته رسېدلی دی، کورونه سوځېدلي دي، غنم سوځېدلي دي او زموږ غالۍ سوځېدلي دي، رادې شي له نږدې دې مشاهده کړي او که نه وو سوځېدلي زما لاسونه دې پرې کړي."

د سیمې بل اوسېدونکی ۳۰ کلن امان الله هم ورته کېسه لري.

هغه وويل: "ډېر شدید جنګ وو موږ له کوره ووتلو، اوس چې راغلم د دکان خو هېڅ پته نه لګېږي، دکان مې په بشپړه توګه خراب دی، په کور مو د هاوان مرمۍ ولګېدلې، چې د کوټو دېوالونه وران شول او ښېښې مو ماتې شوې، وضعیت دلته ډېر خراب دی، موږ له دولت نه غواړو چې دې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي."

د دشت ارچي د جګړه ځپلو سیمو دا خلک له دولت او طالبانو دواړو غواړي چې دوی د خپل ژوند ته پرېږدي.

له دوی چې سرپناوې، خواړه او نور د اړتیا وړ توکي ترې جګړو لوټلي، د ژمې د سړې هوا په وړاندې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د کندز سیمه ييز چارواکي د هغو کورنیو په اړه د سروې خبره کوي چې جګړو درانه زیانونه ور اړولي، هغه څه چې ډېر کله یې چارواکي د بې کوره شویو کسانو د ستونزو د اورېدو په غبرګون کې کوي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دشت ارچې ولسوالۍ د خلکو په شمول د مرکز همداشان د خان اباد او د امام صاحب ولسوالیو کې چې په دې وروستیو کې کورونه زیانمن شوي دي، د هغوي اسناد د څېړنې لاندې دي او همدا شان مرکز ته لېږل کېږي، د ولایتي ادارې مسئولان په ټول توان سره په دې اړه کار کوي څو ورته رسېدنه وشي."

عصمت الله مرادي


د دشت ارچي ولسوالۍ چې د کندز ښار شمال ختېځ لورې پرته ده یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې پرلپسې د طالبانو او حکومت ترمنځ د زور ازمایۍ شاهده ده.

د کندز د ولایتي شورا د غړیو په وینا د دې ولسوالۍ زیاته برخه د طالبانو تر واک لاندې ده او د ولسوالۍ مرکز هم په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه درې ځلې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو په ترڅ کې لاس په لاس شوی دی، هغه جګړې چې درنه بیه یې ددې ولسوالۍ عادي اوسېدونکیو پرې کړې او لا یې هم دغلته د ولسي خلکو خوب او ارام ورک کړی.