سره میاشت: غزني کې د مړو د لېږد په شمېر کې لږوالی راغلی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د دوی د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې د وژل شوېو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

دوی یې لامل د جګړو په شدت کې کموالی یادوي.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس عبدالعلیم نوري تېره ورځ (پنجشنبه -د نوامبر په ۲۶نېټه) ازادي راډیو ته وویل، د دوه زره اتلسم کال پرته په نولسم او شلم کلونو کې یې د جګړې له ډګره لږ مړي انتقال کړي دي.

نوري زیاته کړه: "په دوه زره اتلسم کال کې موږ ۵۳۵ جنازې انتقال کړې وې، په دوه زره نولسم کال کې ۳۶۵ جنازې او په دوه زره شلم کال کې تر اوسه ۲۰۰ جنازې انتقال شوي دي، اوس خوشبختانه جګړې کموالی پیدا کړی دی."

خو ځینې کسان بیا وايي چې په غزني کې ځکه د جګړو په شدت کې کموالی راغلی دی چې ډېری سیمې د دولت له لاسه وتلې او طالبانو نیولې دي.

سره میاشت د جګړې له ډګره یوازې د امنیتي سرتیرو او وسله والو مړي انتقالوي.