کندهار کې موټر بم برید ۶ پولیس ټپیان کړي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، کندهار کې د پولیسو پر ۱۱مې حوزې موټر بم برید ۶ پولیس ټپیان کړي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، برید نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) له غرمې مخکې لس نیمې بجې شوی دی.

کندهار کې د روغتون سرچینو بیا د ازادي راډیوږ خبریال ته ویلي چې دوی ته له پېښې ۱۱ ټپیان ور وړل شوي چې ۷ پولیس او نور ملکیان دي.

د کندهار په څنګ لوري ارزګان کې بیا دوه پولیس د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند احمد شا ساحل ادعا کوي چې دا برید د طالبانو له خوا شوی: " تېره شپه اته بجې شاوخوا د ترینکوټ ښار د پله په سیمه کې چې د دویمې حوزې مربوط کېږي، وسله والو کسانو پر سرتیرو برید کړی، دا بریدونه تر ډېره طالبان کوي، پېښه کې دوه پولیس په شهادت رسیدلي دي."

طالبانو لا د کندهار او ارزګان د پېښو په اړه څه نه دي ویلي.