د ارزګان د ښځو چارو په ریاست کې ټول کار کوونکي نارينه دي

د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست سرپرست رئیس برات الله عطايي

د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې د ښځو چارو ریاست کارونه نارینه پرمخ وړي، نه رئيسه ښځه ده او نه هم کوم بل کارکوونکی. دلته چارواکي وايي‌، سږکال ورته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په اړه شکايتونه کړي دي.

د ارزګان ولايت د ښځو چارو ریاست وايي، سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي، د دې ریاست سرپرست رئیس برات الله عطايي ازادي راډيو ته وويل چې تېرکال ورسره دا پېښې ۱۸ ثبت شوې وې.

دا چې په دې ریاست کې هېڅ ښځينه کارکوونکي نشته لامل خو به یې دا نه وي چې ښځې ورسره د تاوتریخوالي پېښې نه ثبتوي؟

ښاغلی عطايي يې په اړه وايي: "لامل يې دا دی چې موږ دلته په ترینکوټ کې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي. دوی اوس پوهه شوي چې باید د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ونه کړي. بله خبره دا ده چې موږ ټولې قضيې پر وخت څېړو."

پنځه میاشتې مخکې د دغې ادارې مشره رڼا سمیع وفا وه چې د یو شمېر نامعلومو دلایلو له مخې یې دنده پرېښوده او له ارزګان ولایته نامعلوم لوري ته لاړه چې تر نن پورې یې درک معلوم نه شو، خو په هغه وخت کې چې د یادې ادارې چارې ښځې مخته وړلې، نو هغه مهال په ریاست کې زیاتې ښځې لیدل کېدې.

د ارزګان ولايت د ښځو چارو پخوانۍ رئیسه رڼا سمیع وفا

د نوومبر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د نړیوالې غیر دولتي موسسې، کورداېډ "CordAid" خپره کړې سروې ښيي چې په ارزګان ولايت کې یوازې ۵۷ دولتي کارکوونکې ښځې دي، په دوی کې معصومه هم ده. هغه د ارزګان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ښځينه پولیسو مشره ده.

نوموړې موده مخکې د ښځو اړوند په یو پروګرام کې وویل چې نارينه چارواکي د ښځو ستونزې جدي نه ګڼي، نو ځکه ورته غوږ نه نیسي.

نوموړې وویل: "زه په خپله د تاوتریخوالي سره مخامخ یم 'خو څه نه شم ویلی'. زه د امر تابع یم. مسؤلین مې ستونزه بې نظره نیسي وايي، دا هېڅ مشکل نه دی. زه د تاوتریخوالي سره مخامخ یم. د اخطارونو سره مخامخ یم. ارګانونه ته مې مراجعه هم کړې خو غږ مې نه اورېدل کېږي. نو د بلې خور نعره به څوک واوري."

د کوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونسېف، په سېپتمبر مياشت کې د ارزګان ولايت لپاره خپل لومړی دفترپه مرکز ترينکوټ کې پرانېست.

سږکال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې ثبت شوي، خو تېرکال دا شمېره ۱۸ وه

دې ادارې پردغه ورځ وويل چې غواړي د ښځو او ماشومانو لپاره کار وکړي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ

ملګرو ملتونو پر خپل وېب پاڼه کې ليکلي‌ چې په ارزګان کې ډېرې ښځې روغتيايي ‌خدماتو ته لاسرسی نه لري او له لسو څخه اته نجونې ښوونځي ته نه ځي.

دې حالت ته په کتو، په ارزګان کې د ښځو د همغږۍ د ټولنې مشره نازو سنګر شکایت لري چې حکومت دې ولايت ته پاملرنه نه کوي.

هغې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل چې د ښځو رياست مشر ښځه نه وي، نو څنګه به يوه ښځه خپل شکايت ثبتولو ته زړه ښه کړي.

دې ویلي: "زموږ ټولنه تاسو ته معلومه ده چې سنتي ده. له کله چې د ښځو چارو ریاست ته نارینه راغلي، هېڅ یوه ښځه زړه نه ښه کوي چې ریاست ورشي. دغه ریاست به مخکې له ښځو ډک وو او خپلې ستونزې به یې شریکولې، خو اوس يوه هم نه ورځي. که څه هم له تاوتریخوالي سره مخامخ وي. زه خپله یوه مدني فعاله یم. مخکې به په دوه ورځو کې حتمن ورتلم، خو اوس په دوو میاشتو کې هم نه یم ورغلې."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د سیمه ییزو ارګانو نو نظر واخلي چې ولې د ښځو چارو د ریاست ټول کارکوونکي نارینه دي؟ خو بریالۍ نه شوه.

د ارزګان د والي ویاند احمد اشاه ساحل ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو چارو د ریاست بست يې اعلان ته سپاري او ډېر ژر پر یاد بست یو ښځه وګماري.

ده وویل چې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې د یاد ریاست د سرپرستۍ چارې نارینه مخته وړي، خو ښځینه فعالانې بیا وايي، تر دې زیات وخت کېږي چې نارینه د دغه ریاست چارې سمبالوي.