د بخښنې نړیوال سازمان د سولې بهیر کې د افغان ښځو د حقونو خونديتوب غواړي

قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور 12.9.2020

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان سولې په بهیر کې باید د ښځو پر حقونو جوړجاړی ونه شي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، اوسمهال چې د افغان ښځو او نجونو حقونه له طالبانو سره د سولې احتمالي هوکړې د قرباني کېدو له خطر سره مخامخ دي، دا اداره په افغانستان کې د ښځو د حقونو له مدافعینو سره کار کوي چې د دوی د پياوړتیا کیسې راپورته کړي.

د امنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي د سې شنبې په ورځ (د نومبر په څلرویشتمه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له دې کمپاینه یې هدف دا دی چې له افغان ښځو سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ښکاره او په دې اړه اواز پورته شي چې د ښځو پر حقونو به د سولې په بهیر کې جوړجاړی نه کېږي.

هغې زیاته کړه: "افغان ښځې لا پرمختګ ته اړتیا لري، موږ د سولې داسې بهیر غواړو چې شفاف وي، ټولشموله وي، او افغان ښځې یو اساسي رول په کې ولري ځکه افغان ښځې ډېرې لاسته راوړنې لري، ډېر کار یې کړی دی. د سولې پروسه باید د ښځو لاسته راوړنې د جوړجاړي قرباني نه کړي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ چې د نومبر له پنځه ویشتمې سره برابره ده، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد شپاړس ورځنی کمپاین پیلېږي چې د ډسمبر تر لسمې به دوام وکړي.

دا کمپاین پر حکومتونو غږ کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په ژنیو کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰م په کنفرانس کې ګڼو هېوادونو او ادارو له افغانستان سره د څو میلیاردو ډالرو مرستې د اعلان تر څنګ یو شمېر اندېښنې هم مطرح کړې.

له دغو اندېښنو څخه یوه یې په راتلونکي کې له طالبانو سره تر احتمالي موافقې وروسته د ښځو د حقونو په اړه وه.

ځينو اندېښنه څرګنده کړه او ځینو په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو د لاسته راوړنو پر خوندي کولو ټينګار وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سې شنبې په ورځ د ژنیو د کنفرانس په دوهمه ورځ د خبرو پر مهال داسي وویل: "زموږ شراکت - ډیموکراسي، ښه حکومتولي، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې، د قانون پر واکمني او ښځو او اقلیتونو په ګډون د انساني حقونو خوندیتوب ته د افغانستان پر ژمنتیا ولاړ دی او پر دې خبره چې د سولې په پروسه کې له سیاسي ارادې سره پرمختګ وشي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په دوحه کې د سولې پروسه باید د ښځو، ځوانانو او جګړې د قربانیانو په ګډون همه شموله وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش

د امنسټي انټرنیشنل په وینا، د افغان ښځو او نجونو وضعیت د طالبانو د رژيم په پرتله ډېر ښه شوی دی.

اوسمهال په افغانستان کې درې اعشاریه درې میلیونه نجونې زده کړې کوي او ښځې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه برخه کې فعالې دي.

خو د دې سازمان په وینا اوس هم د افغان ښځو مخې ته یو شمېر امنیتي او ټولنیز خنډونه شته.