جنیوا کنفرانس؛ افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره څلور کلن پروګرام شریکوي

د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس لوګو

د "افغانستان ۲۰۲۰" دوه ورځنی لوی مرستندویه کنفرانس نن د سویس جنیوا کې پیلېږي.

د افغانستان د څلورو راتلونکو کلونو لپاره دغه برخلیک ټاکونکی کنفرانس له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په تمه پيلېږي.

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی چې په‌کې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.

تمه کېږي چې نړیواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه وېډیويي پيغام کې ویلي چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.

صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت به د پایداره سولې، غذايي خوندیتوب، بې‌وزلۍ سره مبارزې، دولتي بنسټونو ځان بسیاینې، پر عایداتي منابعو پانګونه او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل اهداف له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي. انتظار لرو چې نړیواله ټولنه زموږ د اهدافو او برنامو د تحقق لپاره دا فغانستان دولت او ملت سره همکاري وکړي."

ښاغلي صدیقي وویل چې د افغان حکومت څلور کلن پروګرام د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ سند یادېږي او په‌کې د افغانستان د ځان بسیاینې مسیر تشرېح شوی دی.

د جنیوا کنفرانس د ترسره کوونکې ډلې د پلان له مخې تمه ده د کنفرانس لومړۍ ورځ په ځايي وخت د سهار په نهو لسو بجو چې د افغانستان یوه نیمه بجه کېږي پیل شي.

په لومړۍ ورځ د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشي.

په دوهمه ورځ به چې سهار په نهو بجو پيلېږي افغان ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له مهمو ویناوالو څخه وي.

د افغانستان او امریکا بیرغونه

د امریکا متحده ایالات چې د افغانستان له لویو تمویلوونکو او ستراتېژیکو متحدینو دی وار دمخه اعلان کړی چې په جنیوا کنفرانس کې به د خپلو مرستو له تازه کولو ډاډ ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په جنیوا کنفرانس کې د امریکايي پلاوي د ګډون په اړه پرون اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا به په دغه کنفرانس کې له خوندي، با ثباته، ډیموکراتیک او په ځان بسیا افغانستان سره چې هم په کور دننه او هم له ګاونډيانو سره په سوله کې وي، پر خپلو تعهداتو ټینګار وکړي.

پر افغان دولت سربېره د جنیوا کنفرانس دوو نورو شریکو ترسره کوونکو فنلند او ملګرو ملتونو هم هیله ښودلې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکوي.

د فنلند د پراختیايي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ویلې سکینارې «Ville Skinnari» په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "د افغانستان د سوله‌ییز او هوسا راتلونکي لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړي کول اوس وخت خورا مهم دي، ځکه دا هېواد د سولې لپاره تاریخي فرصت په مخ کې لري. د سولې او روښانه راتلونکي په لور د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یو."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

تېر ځل په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د افغانستان په اړه لویه مرستندویه غونډه کړې وه چې په‌کې د ۱۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه وشوه.

دا وار د جنیوا ۲۰۲۰ کنفرانس په یوه خورا حساس وخت کې ترسره کېږي.

یوه خوا د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې خبرې روانې دي او بلې خوا د افغانستان دولت ځان بسیاینې او اقتصادي هوساینې ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د تازه مرستو تمه لري.

طالبانو بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د جنیوا کنفرانس مرستې د افغانستان د حکومت له لارې نه، بلکې له دوی سره په همغږۍ د نړیوالو مؤسسو له لارې په خلکو ووېشي.