په دولتي ادارو کې د ځوانانو د ګمارلو برخه کې څه مهم دي؟

بلخ کې د دولتي ادارو د بستونو ازموینې له بهیره د ګډونوالو یو انځور- ارشیف

آیا هغه ځوانان چې د لوړو زده کړو له مؤسسو څخه فارغېږي د وړتیا، زیرکتیا او هڅو په اساس دولتي ادارو کې دندې ترلاسه کوي؟

په بلخ کې په دې اړه نظرونه مختلف دي.

ځیني د استخدام په برخه له شفافیت او ړونتیا خبرې کوي خو ځینې د ځوانانو پر وړاندې له شته خنډونو غږېږي.

۲۴ کلن فرید فیصل اوس اوس په بلخ کې د باختر اطلاعاتي آژانس د آمر په توګه ګمارل شوی.

هغه دوه کاله وړاندې د بلخ پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شو.

فیصل ازادي راډیو ته وویل چې کومه سیاسي متنفذه څېره پېژندله او نه یې دغې دندې ته د رسېدو لپاره چا ته پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د خپلې کوښښونو او چمتوالي له مخې چې د امتحان لپاره مې درلود، د اداري اصلاحاتو په سیالۍ کې بریالی شوم. آزموینه آنلاین وه او پایله یې د سیالۍ په پای کې اعلام شوه."

سعدیه اکرامي په بلخ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاست مشره ده.

دا وايي چې د آنلاین آزموینې تګلاره سبب شوې څو په دولتي ادارو کې د ځوانانو د استخدام په برخه کې د سیمه ییزو زورواکو او د دولتي چارواکو لاس ونه کمه شي.

اکرامي وویل: "آزموینې نسبت پخوا ته ډېر بدلې شوي دي. بشپړه روڼتیا په کې په پام کې نیول کېږي او د ډیجیټلي او آنلاین آزموینو په ترسره کېدو سره د ځوانانو د استخدام په برخه زمونږ پر اداره هم فشار کم شوی."

هغه وايي، چې د شمال او شمال ختیځ زون د ۹ ولایتونو د دریم تر اتم بستونو آنلاین آزموینې په بلخ کې ترسره کېږي.

آغلې اکرامي زیاته کړه، چې روان کال یوازې په بلخ کې ۳۰۰ تنو د آنلاین آزموینو له لارې دولتي ادارو ته لاره موندلې.

خو ځینې ځوانان په دولتي ادارو د استخدام په څرنګوالي نیوکه کوي.

په دې اړه روهینا حبیب وویل:" په دوه ډوله سیالۍ ترسره کېږي چې هېڅ یو هم شفاف او منصفانه نه دي. کمیپوټري آزموینه په دې دلیل چې نجونو او هلکانو ته د زده کړې یو شان زمینه نه ده برابره، عادلانه کار نه دی. د کانکوري آزموینې له مخې هم باید ټولو بستونو ته کسان د لوړو نمبرو په اساس وګمارل شي نه دا چې د هر بست لپاره له سلو ډېر کسان سیالۍ وکړي."

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، چې د دولتي بسټونو لپاره سیالۍ ته نسبت هلکانو ته د نجونو علاقه کمه ده.

دا کمېسیون زیاتوي چې د نجونو د هڅونې لپاره په آنلاین سیالیو کې د اصلې نمرو د ترلاسه کولو ترڅنګ ورته پنځه اضافه نمرې هم په پام کې نیول شوي دي.

محبوب الله هجران، یو بل افغان ځوان دی چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون لخوا د آزموینو په بهیر نیوکه کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې په کابل کې یې د حقوقي مدیریت یوه بست لپاره آنلاین آزموینه ورکړه او سره له دې چې تر ټولو ډېرې نمرې یې اخیستې وې خو بیا یې هم هغه بست ته لاره ونه موندله.

ده زیاته کړه:"ما سل په سلو کې باور درلود چې بریالی شوی یم، او په راتلونکي یوه یا دوه اونیو کې به خپل کار پیل کړم. خو متسفانه داسې نه شول او زما پر ځای بل څوک چې اصلاً یې آزموینه کې هم برخه نه درلوده د اړیکې یا هم پیسو په خاطر مقرر شو."

د حقوقي چارو کارپوه سید عبدالهادي سادات، وايي چې په دولتي ادارو کې د ځوانانو د استخدام په بهیر کې شفافیت مهم دی.

دی وايي، که ځوانان د وړتیا او زیرکتیا په اساس دولتي ادارو ته لاره پيدا کړي د هغه بنسټ کاري ظرفیت او قابلیتونه هم ورسره لوړېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې هر کال په بلخ ولایت کې له اتلسو دولتي پوهنځیو څخه کابو لس زره کسان د لوړو زده کړو له عالي او نیمه عالي موسسو فارغېږي.

د بلخ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاست وايي، چې یوازې په روان کال کې یې دری سوه تنه فارغ التحصیله ځوانان په دولتي ادارو کې په دندو ګمارلي دي.

د یادو معلوماتو په اساس له کابو لس زره کسانو څخه چې هر کال په بلخ کې له لوړو زده کړو فارغېږي یوازې ۳ سلنه یې دندې پيدا کوي او ۹۷ سلنه نور یې وزرګاره پاتې کېږي.

د افغانستان د کارګرو د ټولنې د راپور په اساس چې ټول هېواد کې ۵۶ سلنه نفوس له وزرګارۍ ځورېږي او د فقر تر کرښو لاندې ژوند کوي.