د لیبیا ساحل کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې ۷۴ تنه وژل شوي

د لیبیا الخُمس بندر

د لیبیا په ساحل کې پرون (پنجشنبه) د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۷۴ تنه مړه شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي چې ساحل ساتونکو او کب نیونکو ۴۷ نور ژغورلي دي.

د کډوالو نړیواله اداره یا "ای.او.اېم" وايي، په بېړۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پناه غوښتونکي سپاره وو چې د لیبیا الخُمس بندر ته نژدې ډوبه شوه.

لیبیا د پناه غوښتونکو په تېره بیا د افریقايي هغو چې غواړي له مدیترانې تېر او ځان اروپا ته ورسوي، د ټرانزیټ مهم ټپال دی.

د "ای.او.اېم" پر اساس، تردې وړاندې سږ کال لږ تر لږه ۹۰۰ پناه غوښتونکي له مدیترانې څخه د تېرېدو په ترڅ کې ډوب شوي دي.