ارمنستان کې مخالفین به د "پاشینیان" پر ضد مظاهرې وغځوي

په ارمنستان کې اعتراض کوونکي د خپل صدراعظم استعفا غواړي

په ارمنستان کې سیاسي مخالفان پلان لري چې د صدر اعظم نیکول پاشینیان پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

اعتراض کوونکي د صدر اعظم استعفا غواړي او پر دې پریکړې یې اعتراض لري چې له اذربایجان سره یې د نګورنو قره باغ پر سر د روسیې په منځګړیتوب د روغې جوړې موافقه کړې ده.

د نن ورځې له اعتراضه څو ساعته مخکې د تحقیقاتو یوې ځایي ادارې وویل چې د اپوزیسیون ۱۰ پیاوړي غړي" د ناقانونه لویو ګډوډیو" د پلانولو په تور نیول شوي دي.

سیاسي مخالفانو د خپلو ملګرو نیول غندلي او ناقانونه کار یې بللی دی.

د ارمنستان او اذربایجان د اوربند موافقه ډېرو ارمنیانو رد کړې ده، ځکه دا اذربایجان ته حق ورکوي چې د نګورنو قره باغ غرنۍ سیمې ډېره برخه په واک کې ولري او هغه سیمې هم وساتي چې وروستۍ جګړه کې نیول شوي دي.

د نګورنو قره باغ پر سر وروستۍ جګړه کې دواړو لورویو ته څه باندې دوه زره عسکر او ملکیان ووژل شول.