بېلاروس کې د لاریونونو دوام؛ زرګونه کسانو د لوکاشینکا استعفا وغوښته

بېلاروس کې د لاریونونو یو انځور

نن هم په زرګونو کسانو په بېلاروس کې په هغو اعتراضونو کې برخه اخیستې چې په ترڅ کې یې له قدرته د الکساندر لوکا شینکا د استعفا غوښتنه کوي.

دا پرله پسې دیارلسمه یکشنبې ده چې په بېلاروس کې د لوکا شینکا ضد اعتراضونه ترسره کېږي.

د تېرې یکشنبې د ورځې په اعتراضونو کې له دوو سوو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

په دې هیواد کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکا شینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې پیل شوې مظاهرې تراوسه روانې دي.