د جوبایډن ولسمشري به له دې پلوه هم تاریخي وي چې مرستیالي یې په لومړي ځل یوې مېرمنې او هغه هم یوې غنمرنګې ته ورکول کېږي او یوازې دا هم نه ده – د امریکا راتلونکې مرستیاله ولسمشره کماله هاریس به لومړنۍ آسیایي او افریقایي توکمه وي چې د مشرتابه دومره لوړې پوړۍ ته رسېږي.
تر هغې وړاندې یواځینی ناسپین وګړی چې د امریکا مشرۍ ته رسېدلی و بارک اوباما و چې له ۲۰۰۸ میلادي کال تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یې د ولسمشر په توګه واکمني درلوده او جو بایډن یې مرستیال و.
کماله ټکی په سانسکرېټ ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي
کماله هارېس ۵۶ کلنه او د کلیفورنیا ایالت مخکنۍ لویه څارنواله ده؛ مور یې - شیامالا ګوپالان چې بیولوجیسته وه، په انګرېزي هند کې زېږېدلې، وروسته د زده کړو له پاره امریکا ته تللې او د کلیفورنیا په بېرکېلي کې یې لوستونه بشپړ کړي دي.
د کمالې پلار – ډونالډ هارېس هم په ۱۹۶۱ کال کې له جامایکا نه کالیفورنیا ته ولاړ او په هماغه پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته سانفرانسیسکوته څېرمه په سټانفورډ پوهنتون کې استاد شو.
کماله هارېس په وروستیو کلونو کې د ډیموکرات ګوند د وتلو سیاستوالو ډلې ته ننوتله.
د ۲۰۲۰ میلادي کال په ګوندي ټاکنو کې ولسمشریزۍ ته هم درېدلې وه، خو چې ډېره پلوي یې ونه شوه له لنډې مودې وروسته له سیالۍ ووتله.
د خپل کاري ژوندانه په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسیسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کلیفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سناتورې په توګه غوره شوه.
کماله ټکی په سانسکرېټ ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي چې په ډاګه یې ډونالډ ټرمپ ستایه، وخت ونه بایله او بې ځنډه یې کمالې هارېس ته مبارکي وویله او پر ټویټر یې ولیکل: "د هغې بری ټولو امریکایي هندیانوته یو لوی ویاړ دی."
Heartiest congratulations @KamalaHarris! Your success is pathbreaking, and a matter of immense pride not just for your chittis, but also for all Indian-Americans. I am confident that the vibrant India-US ties will get even stronger with your support and leadership.
— Narendra Modi (@narendramodi) November 7, 2020
ښاغلي مودي وروسته وویل: "ډاډه یم چې د هند او امریکا پیاوړي اړیکي به ستاسې په ملاتړ او مشرۍ لا نور پیاوړي شي."
د جامایکا صدراعظم وویل، د کاراييب سیمې دغه ملت د هارېس په غوره کېدو 'ویاړېدلی' دی.
صدراعظم اندریو هولنیس وویل: "امریکا به د کمالې هارېس په څېره کې خپله لومړنۍ مرستیاله ولسمشره ولري او موږ ویاړو چې د هغې خټه کې د جامایکا میراث هم شته."
(1/2) I extend congratulations to the President-elect and Vice President-elect of the United States, Joe Biden and Kamala Harris.America will have its first female Vice President in the person of Kamala Harris, and we are proud that she bears Jamaican heritage. pic.twitter.com/1Ovte7F2YP
— Andrew Holness (@AndrewHolnessJM) November 7, 2020
نورو مشرانو هم د اغلې هارېس د ټاکل کېدو تاریخي ماهیت ته اشاره کړې ده.
جرمن صدراعظمې انګېلا مېرکل چې په خپله هم لومړنۍ ښځه وه چې د جرمن صدارت ته رسېږي پر ټویټر ولیکل: "زه د زړه له کومي 'بایډن' ته د نېکمرغۍ او بري هیله لرم او دغه راز کمالې هاریس ته هم مبارکي ورکوم چې د خپل هېواد لومړنۍ مرستیاله ولسمشره شوه."
د برتانیا صدراعظم بوریس جانس چې هغه هم ټرمپ ته نژدې بلل کېده، د بایډن او هارېس بری 'تاریخي بریا' بللې ده.
Congratulations @JoeBiden and @KamalaHarris pic.twitter.com/xrpE99W4c4
— Boris Johnson (@BorisJohnson) November 7, 2020