دفاع وزارت: له افغانستانه دې بهرني ځواکونه با مسؤلیته ووځي

امریکايي سرتېري

افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا له نوي جمهور رئیس، په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند د کاندید جوبایډن په بریالي کېدو سره، غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان نه با مسؤلیته ووځي.

د دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وېره ښکاره کړه چې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو غیر مسؤلانه وتل افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جکړو په ډګر بدل نه‌کړي.

ښاغلي میاخېل وویل، دا نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده.

شاه محمود میاخېل

هغه زیاته کړه: "دا تقریباً د ټولو هېوادونو غوښتنه ده، که هغه سیمه‌ییز دي او که نړیوال، په خپله د امریکا او افغانستان او افغانانو هم چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان نه با مسؤلیته ووځي، با مسؤلیته په دې معنی چې بیا افغانستان د کورنیو جګړو په ډګر بدل نه‌شي."

د ښاغلي میاخېل په خبره دا مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر څلورنیم، پنځو زرو ته رسېږي چې د دوحې د هوکړې پر مهال اته نیم زره و.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د هوکړې پر بنسټ باید د ۲۰۲۱ زېږدیز کال تر نیمايي پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ترمپ بیا ویلي و چې تر راروان کرسمسه پورې به ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

د دفاع وزارت مرستیال ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځواکونو تدریجي کمښت د جګړو په ډګرونو کوم اغېز نه‌دی کړی او اوس‌مهال افغانستان درې نیم تر څلور لکو پورې امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې له سیمه‌ییزو پاڅون کوونکو او پولیسو سره‌یې شمېر نیم میلیونو ته رسېږي.

ښاغلی میاخېل وايي چې امریکا له افغانستان سره په دې وروستیو کې هم مهمې مرستې کړي او له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام وکړي.

دی زیاتوي: "سږ کال یې تقریباً د ۱،۵۰۰ په شااوخوا کې هاموې او هغه موټرې چې د جنګ د سرعت وړتیا لري هغه‌یې د افغانستان حکومت ته ورکړې، په دې لنډو ورځو کې یې یوازې ۴۵۰ نور هاموې دفاع وزارت ته ورکړل چې په همدې شمېر یې پولیسو ته ورکړي دي، له دې سربېره‌یې ۱۰ هليکوپټرې هم د افغانستان حکومت ته ورکړې او څلور (اې-۲۹) الوتکې یې هم ورکړې، همدا شان، مرمۍ یونفورمونه او د شپې دوربینونه‌یې هم د افغانستان حکومت ته ورکړل."

امریکایي سرتېري

د نوموړي په خبره یو شمېر وسایط او تجهیزات چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي هغه داسې وسایل دي چې په درد نه‌خوري.

خو په خبره‌یې یو شمېر وسایط او تجهیزات دوی بېرته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له ځانه سره وړي او یو شمېر یې هم قراردادیانو پورې اړه لري.